The news is by your side.

ایا د لنډغرو نسلي پولیس هم دوی دي؟

خبریال وېبپاڼه/ په ټولنیزو رسنیو کې داسې يوه ويډيو لاس په لاس کېږي چې پکې يو پولیس يوه نجلۍ وهي او سر وېښتان یې په چاقو ورڅخه خرېيي.

په دې ویډیو کې ليدل کېږي چې څو پوليس د نجلۍ په شاوخوا کې ولاړ دي يو پوليس چې نجلۍ ته سپکې سپورې وايی د هغه د سر ویښتان سرې غوڅوي او په مخ او په سر یې په څپېړو او سوکانو وهي.

پوليس د نجلۍ څخه پوښتنه کوي چې ولې په ده داسې کار کوي ولې دده ټليفون ته ځواب نه ورکوي، ددې ترڅنګ پوليس نجلۍ سختې کنځلې کوي او پېغورونه ورکوي.

د کورنیو چارو وزارت چېرته دی؟
ورځ نه وي تېره چې خلک د پولیسو د ظلم یوه ویډیو او وحشت رسنیو ته راوباسي، کله به دوی کوم ناروغ په لاره کې وهلی وي او د موټر څخه به يې ښکته کړی وي کله به يې سپين ږيری وهلي وي کله به یې د یوه کراچۍ واله ټوله هېره ورته په ځمکه تشه کوي وي او کراچۍ به یې چپه کړي وي.

سړی حیران شي چې د کابل پوليس د خلکو د ځورولو لپاره تنخوا اخلي که د ستونزو د حل کولو لپاره، د پوليسو تشکيل د لومړي ټکي څخه سم نه و، ډېری دا پوليس په ګوندونو پورې اړه لري تر حکومت او افغانستان ګوندونو، جنګي ډلو ته ژمن دي.

د کورنیو چارو وزرات که د خلکو په وړاندې ځان هم لږ هم ځان مسول ګني ددې ډول وحشي کړنو مخه دې ونيسي، ددې خلکو په مالیه ځان چلوي ددې خلکو په مالیه معاش اخلي ددې خلکو له ماليې په ګرمو کوټو کې ناست دي ددې بدل خو دا نه دی چې خلک شکنجه کړي.

بد اخلاقه پوليس
په پوليسو کې د یوه سره اخلاقي فساد شتون لري، په رسنیو کې کله ددوی د بچه بازی خبرونه وي کله د خلکو په لورانو او خورانو د تجاوز هڅه کوي کله د خپل شهيد پوليس د مېرمنې څخه ناوړه غوښتنه کوي، دا بد اخلاقي نوره خپل وروستي سرحد ته رسېدلې ده چې د شرم وړ ده.

دې خلکو ته بايد تعليم ورکړل شي د خلاف حرکت په وخت کې بايد مجازات شي، حکومت ځان د ډیموکراسي استازی بولي خو هېواد د ځنګل په شکل په مخ وړي چې څوک هم وسله ولري نو د نورو خوړل او داړل پيل کړي.

دا ډول خو نظم او د قانون مراعات نه رامنځته کېږي چې دا ځناور دې خلک داړي او خلاصې تڼۍ دې ګرځي، خلکو هسې هم د مفسد حکومت څخه مخ اړولی دی او دا لږ نور که ورڅخه واړوي نو ددې شر څخه به ځان په کامل ډول خلاص کړي چې پکې بيا ددې هېواد بنسټونه زيان وويني.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.