The news is by your side.

ایا حکومت کمزوی دی او که غندنه حل لار ده؟

لیکوال: هادي مخلص

خبریال وېبپاڼه/ له تېرې یکشنبې راهیسې یوازې په کابل کې بمي چاودنو او هدفي بریدونو ۱۷ کسان په شهادت رسولي او ۶۱ نور پکې ټپیان شوي دي او په هر شهید شوی کس سل ـ دوه سوه خپل خپلوان راغونډ او د وير په ټغر کېناستل. د حکومت له خوا دا ټوله غميزه يوازې په : ((….د شهادت له امله د هغه کورنۍ، همکارانو او ټولو هیوادوالو ته د خپلې خواخوږۍ او غمشریکۍ مراتب څرګندوم….. او  د لوی الله په دربار کې د فردوس جنت دعا کوم.)) لنډه غندنه پای ته ورسېده او ولسمشر غني د پېښو د عامیلینو د نیول امر وکړ.

یوازې د کابل غميزه نه ده، بلکې د هېواد په اکثره ولایتونو کې ورته لویې او کوچنۍ غمیزې رامنځته کېږي، چې د خواشینۍ په مراتبو او د پېښې د عاملینو د نیول په امر پای ته رسېږي.

بده يې لا دا چې په هره غندنه کې نړيوالو ټولنو باندې غږ کيږي چې د ترهګرۍ پر ضد موږ سره مرستو کې لا زياتوالی راولئ. حال دا چې د زيارتو څېړونکو په اند همدا لويې لويې غميزې، ناخوالې او وژنې د حکومت دننه کړیو لخوا ترسره کېږي، ځکه داعش که یې وکړي، مسوولیت یې مني، طالب که یې وکړي، یو څه وخت وروسته رسوا کېږي، مګر د دغو ړندو وژنو نه عاملین نیول کېږي او نه یې مسوولیت کوم څوک پر غاړه اخلي.

د وژنو او ترهګریزو پېښو غندل مسوولیته د تېښتې په تر ټولو اسانه لاره بدله شوې ده، اعلامیه خپره کړه او بس په خدای یې وسپاره. خو ایا د حکومت دنده یوازې د اعلامیو او خواخوږیو خپرول دي او که د خلکو ساتنه یې هم اصلي دنده ده.

سربېره پر دې چې حکومت د کابل د امنیت د ټینګښت لپاره د امنیتي تړون طرحه اعلان کړې او د خلکو په مرسته غواړي ترهګریزې پېښې کمې کړې، مګر، تر څو چې د امنيتي او کشفي ادارو په لوړو ارګانونو کې لازم اصلاحات رامنځته نه شي، هره ورځ به له نن بدتره وي؛ ځکه د کابل مېشت امنيتي ځواکونو کې شلمه برخه ايله د عام امنيت په ساتلو مکلف دي، پاتې نور يې د ځينو زورواکو د کورونو، دفترونو او ښوونځي ته يې د ماشومانو د تګ راتګ په امنيت ساتلو، د وکيلانو، ولسوالانو، پخوانیو ټوپکیانو، زورواکانو، وزيرانو، لوړ پوړو قوماندانانو، جنرالانو او ځينې شمالي لنډغرو له کورونو تاو دي او د خلکو پر ځای د دوی امنیت ساتي.

بل خوا امنيتي ځواکونه هم له ډېرو ستونزو سره له امله يې نه شي کولای خپله دنده په سمه توګه تر سره کړي. مثلاً دوی د تورو شيشو موټر نه شي ودرولای، د لوړپوړو چارواکو په يو تليفون د مجرمينو په خوشي کولو يا نه ايسارولو مجبوريږي، د لوړو مقاماتو له لوري داسې امر ورته کيږي چې د نه کولو په صورت کې يې له دندو لرې کولو اختار ورکول کيږي او ان وهل کيږي، بې عزته کيږي او رټل کيږي هم، چې ښه مثال يې څو اوونۍ مخکې د کابل ښار کارته پروان سیمه کې په ولسي جرګه کې د لوګر د خلکو استازي شاه پور حسنزوی د سرتېرو لخوا پولیسو سره لانجه او د یوه سرتېري وهل دي.

که حکومت رښتيا هم غواړي چې د وینې بهېدلو روانه لړۍ ودروي، نور باید د تشو غندنو او خپلو ځانونو د ساتلو پر ځای د ولس خوندیتوب ته پام وکړي، په امنيتي او کشفي ارګانونو کې دې ژور سمون او اصلاح راولي، ولس ته هم پکار ده چې د خپلو امنیتي ځواکونو تر شا ودرېږي او د امنیت په ټینګښت کې فعاله ونډه واخلي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.