The news is by your side.

کرونا؛ روغتیا وزارت وايي، هېوادوال دې له بهرنیو سفرونو ډډه وکړي

خبریال وېبپاڼه/ روغتیا وزارت وايي، د کرونا وبا دویمه څپه خطرناکه ده او هېوادوالو دې د دغه ویروس د لا خپرېدو د مخنیوي لپاره له هېواده بهر سفرونو څخه ډډه وکړي.

یاد وزارت په یوه خبرپاڼه کاږي، چې  ګاونډیو هېوادونو په ځانګړې توګه پاکستان کې د کرونا وبا دویمه څپه په چټکۍ د خپرېدو په حال کې ده او هېوادوال باید دغه هېواد ته له تګ راتګه په کلکه ډډه وکړي.

 د خبرپاڼې له مخې، د هېواد لابراتوارونه نور د مسافرینو د کرونا ټیسټونو د تشخیص ظرفیت نه لري نو په همدې موخه دولتي لابراتورونو ته مراجعه وکړي.

بل خوا دغه وزارت ویلي، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په هېواد کې د کرونا وبا ۲۷۱ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې دي، له دې سره پر یادې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۵۱ زره او ۳۶۰ ته رسېدلی دی.

د یاد وزارت په خبره، په همدې موده کې پر کرونا اخته ۲۱ تنه مړه شوي او ۱۳۶ نور بیا بېرته روغ شوي دي.

 د روغتیا وزارت د وروستیو معلوماتو  له مخې تر اوسه په هېواد کې له کرونا وبا د مړه شویو کسانو ټول شمېر دوه زره او ۱۲۶ته او بېرته رغېدلیو هغه بیا ۳۹ زره او ۹۲۰ ته لوړ شوی دی.

 د یادونې ده چې تر اوسه د کرونا وبا نهه زره او ۲۰۰ مثبتې پېښې فعالې دي، چې روغتیايي مسوولین یې اندېښمن کړي دي.

ولسمشر غني څه موده وړاندې ویلي و چې روغتیايي د کرونا ناروغۍ د دوهمې څپې د کنټرول ظرفیت نه لري او په دې برخه کې لا زیات کار ته اړتیا ده.

سربېره پر دې چې د کرون وبا سره د مبارزې په برخه کې میلیونونه افغانۍ ولګول شوې، مګر د یو شمېر چارواکو د میلیوني فساد له امله روغتیايي مرکزونه په ټپه ولاړ دي.

تازه نړۍوال بانک افغانستان سره د کرونا وبا د مخنیوي په موخه ۲۰۰ میلیونه افغانۍ نوره مرسته کړې چې د حیف و میل کېدو په اړه یې اندېښنې موجودې دي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.