The news is by your side.

ارین یون؛ ايران پلوه وکیلان د ايران پر ضد د اعلامیې مخنیوی کوي

ارین یون؛ ايران پلوه وکیلان د ايران پر ضد د اعلامیې مخنیوی کوي

خبريال وېبپاڼه/ په ولسي جرګه کې د خلکو استازې ارين يون وايي چې د ايران د بهرنيو چارو د وزير د وروستیو څرګندونو د غندنې په پار يې د يوې اعلاميې خپرولو تکل کړی و چې د ولسي جرګې ځينې غړو چې د ايران پلوي کوي ددې کار ممانعت وکړ.

مېرمن يون وايي دوی غوښتل د ولسي جرګې څخه داسې یوه اعلامیه خپره کړي چې د جواد ظريف وروستۍ څرګندونې وغندي خو په جرګه کې د ايران پلوو وکيلانو دې کار ته نه ميلان ددې سبب شو چې دا اعلاميه خپره نشي.

ايراني وزير څه ويلي و؟
د ايران د بهرنيو چارو وزير جواد ظريف د افغانستان د یوه خصوصي تلويزيون سره پخپله مرکه کې ويلي و چې ددوی په واسطه جوړه شوې فاطمیون مذهبي ډله یوه بهترينه ډله ده او د افغانستان حکومت کولی شي دداعش په وړاندې ددې ډلې څخه کار واخلي.

د ظريف دغه څرګندونې د افغانانو د سخت مخالفت ښکار شوې او هغه يې د ايران د حکومت د افغانستان په چارو کې د مداخلې يو پلان وباله.

ايران د مذهبي اختلاف په هڅه کې
مېرمن يون وايي ايران په دې هڅه کې دی چې په افغانستان کې یوه مذهبي جګړه رامنځته کړي.

د شنونکو په اند چې ايران غواړي افغانستان د یوه مذهبي اختلاف او جګړې په جال کې ګير کړي، حالات خراب کړي او وروسته د خپلې خوښې يوه حل لاره وړاندې کړي او د افغانستان له حکومت څخه ځينې امتیازات ترلاسه کړي.

د افغانستان حکومت ته دا وړانديز چې يوه تروريستي، یې رحمه او مذهبي ډله دې پخپله ګټه وکاروي دا نیت پخپل ځان کې پټ لري چې وروسته همدا ډله په افغانستان کې مشروعیت او محبوبيت ترلاسه کړي او د بلاخره په افغانستان کې دننه د ځینو ايران پلوه کړيو په اسرار ورته په ملي پوځ کې ځای ورکړل شي، پدې ډول ايران غواړي د افغانستان د ملي پوځ زړه اشغال کړي.

ددې مداخلو مخنیوی پکار دی
ارین یون د ايران د بهرنيو چارو د وزير په غبرګون کې ويلي دي چې د ايران د مداخلې ډکې څرګندونې بايد وغندل شي او په افغانستان کې د ايران مداخلې ته هم بايد د پای ټکی کېښودل شي.

پوهان په دې اند دي چې د ايران سره سپينې خبرې کول پکار دي او ددوی څخه بايد دا جرت واخیستل شي چې د افغانستان په چارو کې دومره ښکاره مداخله وکړي.

ايران د هغه ګاونډیو هېوادونو څخه دی چې د افغانستان د جکړو څخه کډه شوي مهاجر د خپلو موخو لپاره کاروي کله يې د افغانستان د حکومت په وړاندې د فشار د يوې الې په توګه کاروي کله یې په نورو هېوادونو کې د خپلو موخو لپاره کاروي.

ايران افغان کډوال په دې وېروي چې د ايران څخه به وشړل شي، او جګړې ته د تګ په صورت کې ورته وعده ورکوي چې دوی ته به په ايران کې د ژوند اجازه ورکوي او دوی به ټول د ايران تابعیت ترلاسه کوي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.