The news is by your side.

اسلام آباد نه تر استانبول د اورګاډي د پټلۍ د بیارغونې خوب!.

 

  • خبریال وېب پاڼه: اسلام آباد، تهران او استانبول د
    ‎اورګاډي پټلۍ د بیا رغوني خوب څنګه په حقیقت بدلیدلي شي؟
    ‎پاکستان، ترکیه او ایران د اسلام آباد څخه تهران او بیا تر استانبول پوري د اورګاډي پټلۍ په بیارغونې اتفاق کړي دي د اوسنۍ معاملي مطابق د اورګاډي دا خدمات به راتلونکي کال څخه په منظم ډول پیلیږي.
    ‎یادوني وړ ده چې دغه سروس ۲۰۰۹ کال کې پیل شوی وه خو روان کال کې هیڅ اورګاډي په دې پټلۍ نه دې تللي چې له امله یې دری واړو هیوادونو په ۲۰۲۱ کال کې په بیا رغوني اتفاق کړي دي.
    ‎ترکیه کې د پاکستان قونسلر جنرال بلال پاشا ویلي دي چې دې سروس ته یې د آی ټی آی کنټینر اورګاډي نوم ورکړي دی.

‎د جنرال بلال پاشا د خبرو مطابق د بیا رغوني دا پریکړه دوه اونۍ وړاندي د انلاین غونډي په جریان کې شوي ده د بلال پاشا په وینا د دې اورګاډي خدمتونو په اړه دری واړو هیوادونو خپل خپل راپورونه وړاندي کړل او د دې خدمتونو اړوند مسایلو او مشکلاتو یادونه یې وکړه.
‎د ترکیه په وزارت کې دغه انلاین غونډه کې د اورګاډي خدمتونو سرعت تیزول او منظم کولو په اړه یو بل ته د مسلکي مرستو په ورکړه هم اتفاق وشو.

‎غونډه کې دا پریکړه وشوه چې د مسایلو سربیره کوم خدمت چې اوس د لاسرسي وړ دي هغه به منظم پیلیږي او وروسته به په کې لا غوره والي راوستل شي.
‎اوسني عصر کې د اورګاډی د دغه خداماتو افتتاح ۲۰۰۹ کې وشوه د دې نوم طلائی اورګاډي خدمتونه کیښودل شو چې وروسته وخت په وخت دا اورګاډي په یو نا یو ډول دری واړو هیوادونو ترمنځ ۲۰۱۹ کال پوری فعال وه ۲۰۲۰ کې دا سروس په مکمل ډول معطل شو
‎ددغه سروس پیل ۲۰۰۹ کې د پاکستان پخواني وزیر آصف زرداري د ایران وزیر احمد نژاد او د ترکیه وزیر عبدالله ګل ترمنځ د معاهدې وروسته وشو
‎د پاکستاني چارواکو خیال وه چې ددې اورګاډي پټلۍ په ذریعه به د اسیا او اروپا پورې پاکستان ته لارې خلاصي شي چې ورسره به دغه هیوادونو کې غوره تجارتي اړیکې برقراره شي
‎کله چې په ۱۹۹۲ کې نور هیوادونه ددې اتحاد برخه وګرځیدل نو بیا دا سوچ راغلي چې اوس دا اورګاډی تر نورو هیوادونو ورسول شي
‎ددې معاهدې لاندې به ټول لس هیوادونه د سرک او اورګاډی په وسیله ونښلول شي
‎د قونسلر جنرال په وینا ترکیه ځمکني سفر کې مهارت لري اوس وخت کې ترکیه چین پورې اورګاډی خدمتونه هم پیل کړي دي.

 

 

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.