د مسلمانانو په ضد د غرب او پاکستان اتحاد ډېر پخوانی دی

د مسلمانانو په ضد د غرب او پاکستان اتحاد ډېر پخوانی دی

خبريال وېبپاڼه/ پاکستان يو له هغه هېوادونو څخه دی چې جوړښت يې د مسلمانۍ د نمایش سره وشو خو د پردې لاندې يې موخه د مسلمان ملا ماتول و.

وړاندې له دې چې پاکستان يو هېواد شي غربي هېوادونو دا فيصله کړې وه او په دې سره يوه لويه کتله مسلمانان په خو برخو ووېشل، پاکستان په جنوبي اسيا کې د مسلمانانو د ټوټه کېدو او بېلېدو يوه پروژه وه.

د پاکستان د جوړېدو سره د مسلمانانو يوه عظميه کتله په څو برخو ووېشل شوه، يوه برخه یې په هندي کشمیر کې پاتې شول بله د پاکستان له لوري په اشغال شوي کشمير کې، دريمه برخه د بنګله دېش خواته ولاړل، څلورمه برخه په نني پاکستان کې مېشت شول او یوه لویه برخه هم اوس په هند کې مېشت دي.

د غربي استخباراتو رول
وروسته له هغه چې پاکستان جوړ شو په ځانګړي ډول پښتانه ددې سخت خلاف و چې دوی دې د افغانستان نه بلکې د پاکستان تر ادارې لاندې راشي، د پاکستان د جوړښت وروسته د پښتونخوا پښتنو د پاکستان په وړاندې ځو بل پاڅون وکړ، خو د پاکستان حکومت سمدستي د امريکا له لوري د هغه وخت پرمختللې الوتکې ورکړل شوې چې د پښتنو او بلوڅو په قتل عام کې وکارول شوې.

دا الوتکې د پاکستان تر جوړښت مخکې او تر جوړښت وروسته ځو ځله افغان حکومت د امریکا څخه غوښتې وې خو امريکا يې افغانستان ته د ورکړې انکار کړی و.

داسې نه وه چې غربي هېوادونه د پاکستان عاشقان و، بلکې دوی د يوې خوا مسلمانان سره تيت پرک کړل او د بلې خوا يې د مسلمانانو په زړه کې يوه غيرې مناسبه غیرې واقعي جغرافیه رامنځته کړه.

غربي هېوادونو د پاکستان سره مرسته وکړه چې ددې فتنې په وړاندې درېدونکي پښتانه او نور قومونه وځپي.

نن پاکستان د غربي پروژو مرکز دی
موږ ټول په دې پوهېږو چې تروريستي ډلې ظالم ديکتاتوران د امريکا دښمنانان نه بلکې د لاس الې دي، امریکا د عربو او نورو هېوادونو ديکتاتوران يو وخت خپل دوستان ګڼي چې کله یې خپل کار ورباندې پوره کړ بيا یې دښمن اعلان کړي.

پاکستان د غرب لپاره داسې سيمه شوه چې پکې تروريستي ډلې تولید او تربیه شي، په دې ډلو نورو هیوادونه ناکراره شي، د نورو هېوادونو حکومتونه ضعيف شي او غرب ته پکې د مداخلې چانس برابر شي.

پاکستان د شر مرکز دی او تل د مسلمانانو په ضد استفاده شوی دی، يو څه چې سيمه به بېرته یوه دایمي ثبات ته یوسي هغه د پاکستان تجزيه ده.

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More

escort maltepe escort pendik escort mersin porno izle porno seks hikayeleri mersin escort bayan escort bodrum