The news is by your side.

بد اخلاقه لنډغر ډوله پوليس ونيول شو، اوس بايد څه وشي؟

خبريال وېبپاڼه/ د کورنیو چارو وزرات د هغه پوليس د ګرفتارۍ خبر ورکړ چې د يوې پېغلې نجلۍ وېښتان يې ورباندې غوڅ کړي و او هغه يې شکنجه کړې وه.

دا ويډيو چې لومړی د خبريال وېبپاڼې څخه خپره شوه ښيي چې یو پولیس ځوانه نجلۍ شکنجه کوي هغه ته سپکې سپورې وايي او ورته وايی چې ولې دې دده ټليفون ته ځواب نه دی ورکړی.

دا پوليس يوه پېغله ځکه ځوروي چې دده ټليفون ته یې ځواب نه دی ورکړی او ددې ناوړه خواهش يې نه دی منلی.

اوس تازه د کورنيو چارو وزارت ددې پوليس د نيولو او څارنوالۍ ته د سپارلو خبر ورکړی دی، د کورنیو چارو وزارت پخپله اعلامیه کې ويلي دي چې د خلکو په وړاندې د پوليسو له لوري هېڅ ډول شدت او غیرې مسلکي حرکت ورته د منلو نه دی.

خلک د پیښو د تکرار د مخنيوي غوښتنه کوي
که څه هم د کورنيو چارو د وزرات دا کار د ستايلو دی چې مجرم پوليس یې سمدستي ونيوه خو دا ډول پیښې بايد نورې تکرار نشي، د يوې خوا دا ډول پېښې زموږ د خلکو سره لوی خيانت دی د بلې خوا د افغان ځواکونو حیثیت ته زيان رسوي.

که څه هم د پوليسو په ليکو کې ځینې لنډغر ددې کارونو اصلي مسولین دي خو حکومت بايد دوی په سيستماتيک ډول د ساختار څخه لرې کړي، ځکه دا لنډغر په بنسټ کې همغه وحشي او ځنکلي مخلوقات دي چې موږ ته د ۹۰ مو کلونو څخه راپاتې دي او د هېواد لپاره په سرطان بدل شوي دي.

که دا لنډغر د پوليسو په ليکو کې پاتې شي نو ددې ډول پيښو تکرار بیا امکان لري، پکار دوی د پوليسو له ليکو لرې شي او په راتلونکي کې په دې برخه کې ډېر پام وشي چې هېڅ ډول لنډغري حواس درلودونکي کسان پوليسو ته دننه نشي.

مجازات حتمي دي
له بده مرغه چې حکومت د لنډغرو په مجازاتو کې د خپل ټول قوت څخه کار نه اخلي او په دې قضيه کې به هم داسې څه وشي، تر دې وړاندې موږ ځینې داسې مثالونه لرو چې حکومت دې سخت لنډغر نيولي وي خو دوی دې ډېر ژر له زندان څخه خوشي وي او بيا یې بېرته په همغه لنډغرۍ پيل کړی وي.

که حکومت دا لنډغر هم د نورو په شان بې مجازاتو پرېږدي نو په واقعي مانا به خلک د حکومت څخه نور هم مخ واړوي او دا به د خلکو په سترګو کې د حکومت پاتې اعتبار هم له منځه يوسي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.