The news is by your side.

ښایي لنډې IPL سیالۍ وشي

خبریال وېب پاڼه/د کورونا له وېرې په کورونو ننوتلې نړۍ کې د هندوستان د کرېکټ غوره لیګ ته بې شمېره مینوال سترګې په لار دي.

دوه ورځې وړاندې د هند کرېکټ بورډ او د آی پي اېل لوبډلو مشرانو دویمه خپل منځي ناسته وکړه خو د معلوماتو له مخې بیا هم بیا هم کومې ځانګړې پرېکړه ته نه دي رسېدلي خو د هند د کرېکټ بورډ چارواکو رسنیو ته یوازې دومره ویلي دي چې دوی به لنډې آی پي اېل لوبې ولري.

دا چې څنګه لنډې لوبې، لا هم په ډاګه وې نه ده خو د هند په قرنظین شوي هېواد کې د سپورت برخې تلویزویونونو ورباندې بېلا بېلې نظریاتي خپرې پیل کړې دي. د هندوستان د کرېکټ غوره لیګ په ملیونونه مینوال لري چې د مینوالو ګراف یې یوازې د هند تر پولو محدود نه دی بلکې په نړیواله کچه ګڼ شمېر مینوال لري او له نړیوال جام وروسته د ډېرو لیدونکو لیګونو په کتار کې لومړی مقام لري.

آی پي اېل هر کال د هند په بېلا بېلو ښارونو او لوبغالو کې ترسره کېږي او لسګونه بهرني لوبغاړي ورته پېرل کېږي چې په دې برخه کې زموږ دری سوپر سټاران محمدنبي، راشد خان او مجیب ځدران هم د دغې ویاړلې ډلې غړي دي.

په دغه لیګ کې آته لوبډلې دي چې ټوټال ۶۰ لوبې کوي او څه کم دوې میاشتې دوام کوي. ټاکل شوې وه د تېرې مارچ میاشتې په ۲۹ مه نېټه دغه سیالۍ پیل شي او زموږ افغان لوبغاړي چې چې د آی پي اېل برخه وو، له آیرلنډ سره تر شل اوریز لوبیز سریز وروسته چې تېره میشات ترسره شو، تم شول څو په ای پي اېل لوبو کې ګډون وکړي خو د کورونا ویروس د خپرېدو له وېرې بېرته هېواد ته را ستانه شول.

کویډاـ۱۹ له نورې نړۍ سربېره د هند پولې هم کراس کړې دي او تر دې دمه په کې لسګونه کسان په دغې ویروس اخته شوي دي خو وړاندې تر دې چې دغه ویروس د ګڼو هندیانو ژوند وګواښي، د دغه هېواد لومړي وزیر نزېندرا مودي په خپل هېواد کې ۲۱ ورځنی ګرځبندیز اعلان کړ او ټول ولس یې په خپلو کورونو کې قرنطین کړ.

هندي رسنۍ وایي د دغه هېواد د کرېکټ بورډ مشر سوراف ګنګولي رسنیو ته یوازې د آی پي اېل د لنډ تر سره کولو خبر ورکړی چې دې خبرې د ټول ولس او رسنیو لپاره ګڼې پوښتنې را ولاړې کړي دي چې څنګه او په کوم ډول لنډې سیالۍ؟

آیا دغه سیالۍ به له ۶۰ لوبو نه را کمېږي او که په اورونو کې د کمولو لنډوالی ښودل کېږي؟ د کرېکټ چارو شنونکي د همدې پوښتنې لومړۍ برخه معثوله بولي خو لا هم واضح نه ده چې دغه سیالۍ به وشي او که به بیخي لغوه اعلان شي.

هخوا په نړیواله کچه د ګڼو هېوادونو تر منځ کېدونکې لوبې او کورني غوره لیګونه وځنډول شول. تېره میاشت د سکاټلنډ د کرېکټ لوبډلې کپتان هم په کورونا ویروس اخته شوی ؤ.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.