The news is by your side.

حکومت یوه میاشت کې ۴۰ زره کسان په کار ګماري

خبریال وېب پاڼه/حکومت وایي د یوې میاشتې په لړ کې به ۴۰ زره کسانو ته کاري زمینه برابره کړي.

د حکومت اضطراري کمېټې په خپله تازه غونډه کې ویلي چې د یوې میاشتې په ترڅ کې به ۴۰ زره کسانو د کار او شغل آساتیاوې برابرې کړي. په دغه غونډه کې ولسمشر محمد اشرف غني د ملي انکشاف له ادارې غوښتي چې د ولس د بېوزلۍ او فقر په نظر کې نیولو سره دې ژر تر ژره څلوېښت زره د کار او روزګار بستونه را منځته کړي.

دا په داسې حال کې ده چې په یو شمېر لویو ښارونو کې د ګرځبندیز په ترڅ کې هم د ګڼ شمېر بېوزله او بې روزګاره هېوادوالو غوغا را پورته شوه چې ولس له ګڼو ستونزو سره مخ دی. حکومت په همدې اضطراري غونډه کې د بې ځایه شویو او بېوزلو سره د غنمو پر وېش او مرستو هم خبرې کړې دي.

تېره ورځ د بښنې نړیوال سازمان په خپل یو بیان کې په افغانستان کې د جګړې پر ښکېلو لوریو غږ وکړ چې له تاوتریخوالي لاس واخلي او له کورونا ځپلو سره مرستې ته را ودانګي. دوی همداراز په خپله بیان کې پر نړیوالو مرستندویه سازمانونو غږ کړی ؤ چې د اړتیا پر مهال د افغانستان له بې ځایه شویو او کورونا ځپلو کورنیو سره خپلې لومړنۍ بشري مرستې وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې یو پلو کورونا د هېواد بېلا بېلو ولایتونو او سیمو ته ورسېد او تر څنګ یې نور آفتونه لکه سېلابونه، د بارانونو له امله د هېواد په ګوټ ګوټ کې بې د کورونو بې ځایه کېدل او دغه راز د طالب اورپکو لخوا د جګړې دوام د حکومت او عامو خلکو اندېښنې زیاتې کړې دي.

اوس مهال حکومت له څو بېلا بېلو ستونزو سره لاس او ګرېوان دی چې له طالبانو سره جګړه، له کورونا ویروس سره مبارزه او له پخواني اجرایه رییس سره د واک پر سر را منځته شوې سیاسي خلا یې د یادونې وړ دي. حکومت په دې هڅه کې دی چې د کورونا پر وړاندې خپله مبارزه ګړندۍ کړي او په همدې لړ کې یې په هرات کې د کورونا پر وړاندې د مبارزې لپاره یو سل بیستریز روغتون باندې چټک کار پیل کړی دی او تمه ده په نیږدې راتلونکو ورځو کې یې چارې بشپړې شي.

د کابل او هرات په ګډون د یو شمېر لویو ښارونو اوسېدونکي په کورونو کې قرنطین شوي دي.

د ملي انکشاف ادارې مشر عبدالرحمن عطاش وایي چې په یوه اونۍ کې به د ۴۰ زره کسانو د کاري زمینې برابرولو پروسه پیل شي. په دې غونډه کې د کابل او هرات تر منځ هوایي پروازونه هم وخنډول شول، چې موخه یې د کورونا ویروس د خپرېدو مخنیوی دی.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.