The news is by your side.

لوګر کې طالبان مامورينو ته په زور د زندانيانو کارتونه ورکوي

 

خبريال وېبپاڼهلوګر ولایت کې وسله والو طالبانو اکثره کلیو ته د هغو خلکو لېستونه ور لېږلي دي چې مخکې یې په حکومت کې کار کاوه او دوی ورنه غوښتي چې د محمد اغې ولسوالۍ ؛ زرغون ښار او دهنو کليو ته ورشي چېرته چې د طالبانو مرکزونه دي.

د لوګر ولايت اوسېدونکي وايي چې طالبان په زور خلک مجبوره کويچې د ندانیانو کارټونه واخلي . د هم دغه ولایت اوسېدونکی  او مدني فعال رفيع الله ستانکزى وايي طالبان غواړي پخوانيو حکومتي مامورينو ته یو ‌‌‌‌‌‌ډول کارتونه ورکړي؛ څو بیا یې د حکومت

سره د زرو کسانو د تبادلې په توګه خوشې کړي.

د خبریال ویب پآڼې اطلاعات ښيي چې طالبانو خلکو ته ویلي دي چې په بدل کې به یوهلونګۍ او پنځه زره افغانۍ د حکومت لخوا ورکول کېږي ؛ځینيخلک له مجبورۍ او ځینو نور بیا د طالبانو له وېري دغه راجیسترېشن کوي . په لوګر کې د خبریال ډاټ کام همکار واييچېد مارچ میاشتې پر ۳۱ نېټه لسګونه خلک دهنو کلي ته ورغلي وو او عکسونه یې وروړي وو؛ څو کارتونه ورته جوړ کړي.

د لوګر اوسېدونکي وايي چې طالبان بنديان نه لري او غواړي له دې لارې خپل زر کسان یا ‌‌‌‌‌‌ډېر له همدې لارې پوره کړي. د  په وينا د طالبانو رهبري د لوګر ولایت په محمداغې ولسوالۍ کې طالبانو ته د درې سوه بندیانو د لېست جوړولو امر کړىد خلکو په خبره چې دوی به يې تياروي تر دې مخکې هم ويل کېده چې له وسله والو طالبانو سره د بنديانو هغه شمېر نشته چې.

طالبانو ته نېژدې سرچینې وايي چې د چريکي جګړې مخکېوړونکو طالبانو د دايمي او لويو زندانونو د نه درلودلو له وجې هغه کسان شهيدان کړي دي چې دوى اسير کړي وو او يا هم د طالبانو په زندانونو (تلخونو) کې د سختو شرايطو له وجې مړه شوي دي.

طالبانو پر چرسو بندیز اعلانکړ خو کوکنار یې آزاد پرېښي
طالب مشرانو اعلان وکړ چې اوسنی نظام باید ړنګ شي

د طالبانو د کوټي شورا یوه غړي چې نه غواړينوم یې خپور شيخبریال ویب پاڼې ته وویل چې د طالبانو له لوري د لوګر ولایت لپاره ټاکل شوی واليمولويمحمد عليجان او د هغه مرستیال ملا حمدالله مبارک او د لوګر د قطعې مرستیال ملا معتصم دا تصمیم نیولی دی؛ خو مولويضیاالحق چې د مشرقي حلقې د جرګه ګۍ غړی او د لوګر د ولایت د قطعې مسئول ملا نیک محمد ددغه کار مخالفت کړی .‌   

د غه طالب مشر وايي چې په لویه کې د ځینو مشرانو دا خوښه ده چې حکومت ته زر کسه زندانیان ور پوره کړي ؛ خو په لویه کې دا د دطالبانو د کوټيشورا یا پېښور شورا پرېکړه نه ده .

طالبانو او امريکايانو د سولې په تړون کې ويل شي چې د بين الافغاني خبرو له پيل مخکې به 5000 طالبان د افغان حکومت له زندانه ازادېږي او په بدل کې به يې طالبان د افغان حکومت اړوند 1000 زندانيان ازادوي خو ښکاري چې په دې پروسه کې طالبان درغلي کوي او د زندانيانو ازادول چې د حسن نيت له مخې بايد د سولې پروسه مثبت لوري ته بوځي، د جګړې اور به نور هم تازه کړي.

که څه هم ويل شوي چې له بنده ازاد شوي طالبان به د جګړې ډګر ته نه ستنېږي خو تر اوسه داسې کوم پروسيجر نشته يا نه دى خپور شوى چې وښيي جګړې ته د ازادو شويو طالبانو د بيا نه ور ګرځېدلو ضمانت وکړي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.