The news is by your side.

طالبان د اول کار ترټولو اخر کول غواړي

طالبان د اول کار ترټولو اخر کول غواړي

خبريال وېبپاڼه/ د حکومت د سولې د مذاکراتي ټيم غړی متين بيک وايي د طالبانو زړه دی چې په اوربند باندې دې د ټولو مسلو وروسته بحث وشي، طالبان غواړي لومړی ټول مسايل حل کړي او یوه توافق ته ورسېږي او بيا د اوربند په هکله خبرې وکړي.

طالبان یې په اور ګټي
طالبان داسې يوه ډله ده چې ټول شته او نشته يې وژل، چاودنې او انتحارۍ دي، دوی غواړي دې وحشي جګړې ته تر هغه دوام ورکړي ترڅو حکومت او ولس دواړه تر فشار لاندې وي، ترڅو د مذاکراتو په جريان کې حکومت تر خوږ ګوتې ونيسي او تر اخره په خپلو غوښتنو اسرار وکړي.

طالبان کوم منطق او استدلال نلري، صرف غوښتنې لري، که يې څوک غوښتنې ومني دوی ته د قدرت چوکۍ ورکړي نو بيا د جنګ جګړې اړتيا نه ويني او اوربند مني، که نه دوی خپلې غوښتنې مطرح کوي يا به منل کېږي او يا به جګړه کېږي، دوی په خپلو غوښتنو کې هېڅ ډول نرمښت ته نه دي تيار.

له همدې کبله ددوی په لاس کې صرف وحشت پاتې دی، صرف جګړه پاتې ده، ددې لارې دوی خپلې غوښتنې په خلکو او حکومت منل غواړي، که اوربند وکړي نو طالبان پوهېږي چې نه ولسي ملاتړ ورسره دی، نه داسې علمي کدرونه لري چې حساب ورباندې وشي نه د منطق نه د استدلال څوک لري، نو بدون له وحشته طالبان هیڅ دي.

لومړی کار اخر کول غواړي
اوربند بايد د بين الافغاني خبرو لومړی موضوع وی، دلته هره ورځ خلک مري، نه یوازې چې عسکر او طالبان خپل ژوند د لاسه ورکوي بلکې درورځې په لسګونه او سلګونه ملکي خلک ددې جګړې په ترڅ کې خپل ژوند له لاسه ورکوي.

لومړی بايد اوربند وشي ترڅو دا وژل بند شي، ځکه دلته نور خلک ددې مرګونو زغم نلري، که سبا سوله هم وشي خو چې نن يوې مور خپل ځوان زوی د لاسه ورکړی وي نو دا مور به داسې سوله څه کړي چې خپل زوی یې ورسره نه وي پکې، زوی يې په تورو خاورو کې اېښی وي.

خو له بده مرغه موږ دداسې يو ذهنیت سره مخ يو چې هغه د انسان ژوند د یو وهم او ګمان په بنسټ تعين کوي، ددوی د ذهنیت په بنسټ يانې د طالباني اسلام په بنسټ که په دې جګړه کې بې ګناه مړ شي نو جنت ته ولاړ او که ګناه کونکي مړ شي نو ډېر ښه وشول.

له داسې يوې ډلې سره به موږ په کومه ولاړ شو، سوله اړينه ده چې په هر قيمت وي، ددې ذهنیت څخه په یوه وار نجات ګران دی، په یو سوله ايز ماحول کې به هم لسيزې ونيسي چې موږ ددې ذهنیت څخه خلاص شو‌.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.