The news is by your side.

د پي ټي اېم زياتېدونکی قدرت او د پنجاب وېره

د پي ټي اېم زياتېدونکی قدرت او د پنجاب وېره

خبريال وېبپاڼه/وايي د خلکو زور د خدای زور وي، د خلکو زور ته ځکه خلک دومره په لوړه سترګه ګوري چې خلک متحد وي، د خلکو دا زور ددوی په يووالي پورې تړلی دی، هغه څه چې نن پښتانه ورباندې د قدرتمن کېدو لوري ته روان دي هم ددوی يووالی دی.

نن په پېښور کې د پښتون ژغورنې غورځنګ يوه لويه جلسه رابللې ده، په جلسه کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د مخکښ غړي علي وزير د خوشي کولو غوښتنه کېږي، که څه هم کېدی شي د پاکستان پوځ په دې غونډه باندې علي وزير خوشي نکړي خو هغه څه چې د پنجاب پوځ یې په دې جلسو کې ډېر ښه ويني او هغه د پښتنو اتفاق دی، دداسې پښتنو اتفاق چې د ځان د ساتلو لپاره یې اتفاق کړی دی.

منظور پښتین چې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشري يې په غاړه اخیستې ده د پنجاب لپاره اوس په يوه لوی ګواښ بدل شوی دی، پښتانه د منظور پښتین په یو اواز راوځي راټولېږي او د هېچا څخه یې نور سترګه نه سوځي.

په پاکستان کې د پښتنو حالت دومره بد و چې که به دوی په حکومت يوه معمولي نیوکه هم وکړه فوراً به پنجابيانو په دوی باندې د خاين جاسوس او نورو تورونه لګول ان په پنجاب کې به په عامو پښتنو حملې کېدې.

دا خو به صرف هغه وخت و چې پښتنو به په حکومت نیوکه وکړه، که چیرې پښتنو په پوځ نيوکه کړې وی هغه هم په هغه پوځ چې په ټول پاکستان کې په دوی بیل قانون عملي کوي، ددوی سره اوس هم هغه رويه کوي لکه انګرېزانو او سپين پوستو به چې د جنوبي افريقا له خلکو سره کوله، پښتنو که په دې ظالم پوځ نيوکه کړې وی نو جزا يې مرګ وه.

پښتانه پخپله ځمکه اسیر و، خو اوس حالات بدل دي، د پښتون ژغورنې غورځنګ چې د پښتنو د اتحاد او اتفاق سمبول او حجره ګرځېدلې ده اوس پښتنو ته دا توان او جرت ورکړی دی چې پخپله خاوره کې لویې لویې جلسې نيسي د پاکستان په حکومت د پوځ په ظلمونو لاندې نيوکې کوي.

پنجابي پوځ هڅه وکړه پښتانه په وژنو، تښتونو ووېروي خو ویې کتل چې دا کومه پايله نلري، هېڅ شی ددې مانع نشي کېدی چې د پښتنو د اتفاق مخه ونيسي، پښتانه نن هم د خيبر پښتونخوا په تاریخي سیمه کې راټولېږي او د جابر پنجاب څخه د خپل حق د خپل بندي تپوس کوي.

پنجاب اوس په سخته وېره کې دی، ځکه په پښتونخوا او د پښتنو په نورو سيمو کې د پښتنو بیداری د پښتنو اتفاق به په دې سيمو کې ددوی ياغي توب، ددوی یو طرفه پادشاهي پای ته ورسوي‌.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.