The news is by your side.

داوړ د افغانستان د ریاست ړنګول د هدفي وژنو هدف بولي

خبريال وېبپاڼه/ د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړی محسن داوړ وايي په افغانستان کې د مدني فعالانو، خبريالانو او سياستوالو له منځه وړل د هغه پلان یوه برخه ده چې غواړي د افغانستان حکومت له منځه يوسي.

محسن داوړ دا خبرې وروسته له هغه کوي چې په افغانستان د فعالو اشخاصو، د مدني ټولنو د غړو، د خبريالانو په سيستماتيک ډول د وژلو لړۍ په چټکۍ روانه ده.

داوړ دا خبرې د پښتنو يوې لویې غونډې ته کولې، محسن داوړ په خیبر پښتونخوا کې د پښتنو یوې عظيمې جلسې ته وويل چې په افغانستان کې روانې وژنې د هغه پلان یوه برخه دي چې غواړي په اخر کې يې د افغانستان حکومت پاتې راولي او ناکام یې اعلان کړي ترڅو له منځه ولاړ شي.

محسن داوړ د افغانستان د خلکو سره ځان په دې غم کې شريک وباله او زياته يې کړه چې د پښتون ژغورنې غورځنګ د افغانستان په هکله بې تفاوته نه دی او دا افغانستان مسله ددوی مسله ده.

ده زياته کړه چې په ژولو به هېڅوک پښتانه تسليم نه کړي نه به خپلې موخې ورباندې عملي کړي بلکې هغه څوک چې پښتانه وژني په دې باندې دې پوه شي چې يو پښتون له مړ کړي خو نور به راوړاندې شي، داوړ وويل په مرګونو پښتانه څوک د ځان تابع نشي کولی.

په کابل او سيمه کې ځینې شنونکي د حکومت دننه په ځينو کړيو شک کوي چې ګواکي دوی پخپله د حکومت خلاف کار کوي او بهرنیو سازمانونو سره اړيکې لري، ددې شننوکو په اند دا ډول خلک غواړي په افغانستان کې عامه خدمات د ستونزو سره مخ کړي، حکومت دې ته پرېنږدي چې خلکو ته خدمت وړاندې کړي، حکومت دننه په جنجالونو اخته کړي، جګړې زياتې کړي، بوديجه په جګړو مصرف شي او بلاخره افغان حکومت خلکو ته داسې‌وښايی چې دا نور د ملک د ادارې واک او قابليت نلري او بايد حکومت او چوکۍ پرېږدي.

تر ډېره په کابل او سيمه کې فکر په دې دی چې په افغانستان کې روانې وژنې عادي نه دی او بدون له دې چې ځینې خاين لاسونه ورسره لاس ونلري امکان نلري چې داسې بریدونه ترسره شي.

د بلې خوا ددغه بریدونو د مسولینو د نیولو په هکله هم راپورونه زيات شوي دي، حکومت کې امرالله صالح او د کورنیو چارو وزارت د څو خبريالانو د قاتلينو اعلان وکړ خو ستونزه داده چې همدا قاتلین که په ريښتيا هم نیول شوي وي بېرته د ځينو خاينو لاسونو له لوري خوشي کېږي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ په داسې حال کې د افغانستان د مدني فعالانو، خبريالانو او سياستوالو په پلاني وژنو اندېښنه څرګندوي چې پخپله د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي هم د پنجاب د حکومت له لوري نيول کېږي او د سلو ګواښونو سره لاس او ګریوان دي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance