The news is by your side.

پښتین وايي، د طالب او ای‌اېس‌ای دواړو خلاف یو

خبریال وېبپاڼه/ د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتین وايي، هر څوک چې د پښتنو پر وړاندې ظلم او نارواوو ته ادامه ورکوي، پښتانه وژني، بندیانوي او ځوروي یې، دوی یې خلاف دي، هغه که طالب وي او یا د پاکستاني استخباراتي اداره یا ای‌اېس‌ای.

پښتین دغه خبرې د خیبر په ستره ولسي غونډه کې د وینا پر مهال وکړې.

هغه وویل، پښتانه د پاکستان د سیاست او بلې هر ډلې د شخصي موخو قرباني شوي، خو نور به د پښتنو پر وړاندې هیڅ ډول ناروا ته اجازه ورنه کړي او دغه لوی قوم نه پرېږدي چې وګړي یې د نورو د ګټو قربانیان شي.

پښتین ویلي، پاکستاني پوځ په تورخم کې د پښتنو پر وړاندې لا هم خپلو ناروا کړنو ته ادارمه وکړې او دوی ته په هیڅ صورت دغه چاره د منلو وړ نه ده او پښتون ژغورنې غورځنګ د همدې لپاره راپورته شوی تر څو د دغو نارواوو مخه ونیسي.

هغه همدا راز په لر او بر کې هدفي وژنو باندې اندېښنه څرګنده کړه او ویې ویل چې د پښتنو د وژلو تر شا د یوه دښمن لاس دی، چې نور به یې پر وړاندې چپ پاتې نه شي.

پښتین په خبلو خبرو کې کاناډا کې د بلوڅانو بشري حقونو فعالې کريمې بلوڅ د وژنې په تړاو د هر اړخیزه او جدي پلټنو غوښتونکی شو او زیاته یې کړه چې بلوڅان او پښتانه د وروڼو په شان د یو بل ترڅنګ ولاړ دي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.