The news is by your side.

د ګډ ژوند ستونزې له کوم ځایه راپلېږي؟

د ګډ ژوند پیل د دوه نفرو لپاره د یوه نوي او ښکلي ژوند پیل په مانا ده، چې دوه نفره یې د پوره غور سره راپیلوي،  خو دا چې وروسته په ګډ ژوند کې ستونزې راپیدا کېږي، د ځينو لاملونو پایله ده.

په دې لیکنه کې پر ځينو هغو لاملونو غږېدلې یو، چې د ګډ ژوند ستونزو سرچینه بلل کېږي، دا ستونزې په لاندې ډول په ګوته کېږي:

۱ـ یو بل ته د ستونزو نه ویل:

په یوه اړیکه کې چې ښخه یا نارینه وغواړي خپلې ټولې ستونزې په یوازې توګه حل کړي، نو ایا ویلي شي، چې د ګډ ژوند مفهوم د هغوی لپاره څه ده؟

د دې پوښتنې په کولو سره به ضرور مقابل لوری غلي پاتې شي، ځکه کله چې تاسې غواړئ ټولې ستونزې مو په یوازې توګه حل کړئ، نو په دې کار سره به ستاسو په ذهن فشار راځي.

د ګډ ژوند له غوره ښېګنو څخه یوه همدا ده، چې تل هره ستونزه په ګډه سره حل کړی.

۲ـ ژوند ته د سریال فکر کول:

د ګډ ژوند د ستونزو پیل یو تر ټولو ستر لامل خپل ژوند ته د سریال او یا هم د فلم په توګه ګڼل دي.هېڅ کله د سریال کیسې او صحنو ته د اصلي ژوند په شان فکر مه کوئ.

۳ـ د یو بل لپاره وخت نه لرو:

د نړۍ له پرمختګونو سره دا یوه جوته خبره ده، چې هرومرو به د ژوندانه بوختیا ورځ تر بلې ډېره شوي وي. حو دا بوختیا هېڅ کله باید تر دې حده نه وي چې تاسې د یو بل لپاره وخت ونه لرئ.

۴ـ د یو بل د زغملو حوصله نه لرو:

تل د یو بل لپاره حوصله وکړئ، که چېرې هر څومره مو ترمنځ  ستونزې او جنجالونه راغله، خو دا په یاد ولرئ، چې هر څه به حل شي، یوازې که ښځه د خپل خاوند غوسې په وړاندې چپ پاتې شي، او سړی د خپلې ښځې په خبرو په وړاندې حوصله ولري.

۵ـتېر وخت نه هېروو:

تېر وخت د اوس وژونکی ده. که چېرې تاسې د تېرو یادولو پر ځای د خپل اوس وخت ښه تېرولو لپاره په خپلې اړیکه کې فکر وکړئ، او تل یو بل ته خوږې خبرې وکړئ، نو اړیکه به مو ډېره وغوړېږي.

۶ـ له کورنۍ او ملګرو سره یې بخل کوو:

که یو سړی خپلې کورنۍ ته ارزښت ورکوي، دا ارزښت باید د ښځې لپاره د بخل لامل نه شي.  او یا هم په همدې ډول که ښځه خپل پلار او مور ته ارزښت او وخت ورکوي، دا په دې مانا نه ده، چې ستاسو قدر به د هغوی په وړاندې کموي، او یا هم تاسې هېروي.

۷ـ د ښځو او سړیو توپیرونه په پام کې نه نیسو:

د سړي او ښځې د خاصیتونو تر منځ ډېر توپيرونه شته، لکه دا: ډېری ښځې کله چې سکوت وکړي، نو د کوم لامل لپاره وي، او یا هم د خپګان نښه یې ده، خو سړي بیا داسې نه دي، یو سړی یوازېتوب ته اړتیا لري، او باید یې چې ښځه یې کله کله یوازې پرېږدي

لیکنه: مریم صدیقي

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance