The news is by your side.

ايران؛ جنوبي کوريا مو پيسې هم بندې کړي، د ساتلو روپۍ یې هم غواړي

خبريال وېبپاڼه/ ايراني مقامات وايي چې د امريکا د بندیزونو له وجې یې په جنوبي کوریا کې اوه ميليارده ډالره بند دي چې اوس ورڅخه ددې هېواد دولت ددې روپيو د ساتلو پيسې هم غواړي.

د ايران د مرکزي بانک ريس وايي چې د بانکدارۍ سکتور کې له ګڼو ستونزو سره مخ دي، د ايراني چارواکو په وينا همدا اوس يې اوه ميليارده ډالر د جنوبي کوریا په بانک کې بند دي، جنوبي کوريا نه ددوی پيسې ورکوي او نه هم دا پيسې خوشي ساتي، د جنوبي کوریا چارواکي دوی ته وايي چې د امريکا د بندیزونو له کبله دوی ته دا پيسې نشي ورکولی خو ددې سره زياتوي چې ددې پيسو دلته پاتې کېدل او ساتل يې هم مفت نه دي او د ايران حکومت بايد پيسې ورکړي.

ايراني چارواکي کې په داسې حال کې د خپلې بدې ورځې څخه سر ټکوي چې امريکا په دې هېواد ممکن ټول بنديزونه لګولي دي.

نه يوازې چې بنديزونو ايران په ګونډو کړی دی بلکې په سيمه کې هم تباه کوونکي یوازې والي ددې هېواد راتلونکې د تيارو سره مخ کړې ده.

عراق چې د ايران ترټولو زیات نفوذ پکې موجود و اوس د ايران سره ان تقابل ته تيار دی، تېره ورځ د عراق صدراعظم مصطفی کاظمي وويل چې بغداد تيار دی چې د شيعه ملېشو په وړاندې نظامي اقدام وکړي، د شيعه ملېشو څخه موخه هغه ملېشې دي چې ايران په بېلابېلو نومونو جوړې کړې دي او سيمه يې ورباندې ناکراره کړې ده.

د ايران ټول صنعتي سيستمونه ددې هېواد د بانکدارۍ د سکتور سره مستقيمه اړيکه لري، د هر ډول پيسو د ورکړې او ترلاسه کولو لپاره ایران مجبور دی خپل بانکونه وکاروي خو ددې هېواد له بانکونو سره هېڅ نړيوال بانک د کار زړه نه ښه کوي، ځکه هر نړيوال بانک که د ايران له بانکونو سره کار وکړي نو د امریکا د بندیزونو سره به مخ کېږي.

په ايران کې دننه فساد هم ددې سبب شوی دی چې ددې هېواد خلک د فریاد سره مخ کړي، د ایران حکومت ټولې مالي سرچینې د د ایران د مذهبي مشر په خدمت کې دي، خامنه اي بيا دا سرچېنې په سيمه کې د خپلې مذهبي او سياسي توسعې لپاره کاروي او پخپله ايرانيان بيا د سختو حالاتو سره مخ کوي.

ايران په دې وروستيو کې هڅه کوي د افغانستان سره اقتصادي اړیکې تر بل هر وخت غښتلې کړي، په سيمه کې اوس ايران ترټولو زياتې اقتصادي اړيکې د افغانستان سره لري، د افغانستان بازار پخوا د پاکستانيو توليداتو څخه ډک و اوس يې ځای ايرانيو تولیداتو نیولی دی.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.