The news is by your side.

په کابل ښار کې عملیات شوي دي.

خبریال وېب پاڼه: امنيتي ځواکونو د کابل ښار يوولسمي امنيتي حوزي اړوند په خيرخانه سيمه کې د يو لړ عملياتو په ترڅ کې ۳۷۰۰ کورونه بررسي کړل او ځيني مشکوک کسان يې ونيول.

د خيرخاني سيمې اوسېدونکي وايې، دغه عمليات د شنبي سهار مهال په دري بجو شروع شول او د يکشنبي ماښام مهال پوري يې دوام وکړ.

د يوولسمي امنيتي حوزي اړوند د عبدالوسيم په نوم يو تن اوسېدونکی وايې، امنيتي ځواکونو بغير له دي چې اجازه واخلي د کورونو دروازي به يې خلاصولي موږ به ورخطا شو چې چا دروازه خلاصه کړه! خو د امنيتي ځواکونو په ننوتو سره به پوهيدو چې دوي امنيتي ځواکونه دي او د سر نه تر پښو به يې تالاشي اخيسته همدارنګه کورونه به يې هم په بشپړ ډول پلټل.

د يوولسمي امنيتي حوزي اړوند د ضمير په نوم يو بل تن اوسېدونکی وايې، سهار مهال يې لومړی څوک نه پريښودل چې دندی ته ولاړ شي دلته څو کورونه مشکوک د څلور لاري يې ۷ تنه مشکوک کسان ونيول او تورې کڅوړي يې سر ته ور واچولي.

امنيتي ځواکونه وايې، دغه عمليات د خیرخاني اړوند په ۳۱۵، پنج صد فاميلي، نوی پروژي سيمو کې ترسره شوي چې د شپي مهال يې د ځانمرګو بريدونو تراح نيولی او د يوولس بجو شاوخوا کې د ملي امنيت ځواکونو د ۳۱۵ سيمه کې ۶ تنه نور مشکوک کسان هم نيولي دي.

د کورنيو چارو وزارت وياند طارق ارين وايې، په پلان کې لرو چې دغه ډول عملياتو ته د استخبارتي معلوماتو په اساس د کابل په ځينو نورو برخو چې خلک د ناارامۍ احساس کوي دوام ورکړو ترڅو يوه امنه فضا رامنځته کړو.

په ورته مهال کې د ولسمشر لومړی مرستيال امرالله صالح وايې، د خيرخاني سيمه کې نيول شوي کسان هغه څوک دي چې د مخکينيو نيول شوي کسانو د پلټنو وروسته نيول شوي دي چې زياتره يې انسان تښتوونکي او قاتلين دي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.