The news is by your side.

ایا د کورونا ويروس واکسين جبري کېږي؟

ایا د کورونا ويروس واکسين جبري کېږي؟
خبريال وېبپاڼه/ کورونا ويروس چې تراوسه یې د خپل ځان څخه هم په نړۍ لوی تاثير کړی دی د واکسين له لارې د ورکېدو وړ بلل کېږي.

که څه هم د واکسین جوړونکو شرکتونو خبره داده چې دوی اوس کوم څېړنې ترسره کړې دي ددې په بنسټ دا واکسين د کورونا ويروس په وړاندې تر ۹۵ سلنه لوړ تاثير لري، خو د کورونا ويروس واکسين جوړونکی شرکت په حقوقي ډول دا نه مني چې په چا کورونا ويروس واکسين هېڅ تاثیر ونکړ او يا يې هم په راتلونکي کې کوم جانبي عوارض پیدا کړ نو دوی به یې ذمه واري کوي‌.

د مثال په ډول د بيوتیک او فايزر شرکت خپل کار کوونکي دا اجازه نلري چې د کورونا ويروس واکسين ورکړل سي، ددې شرکت مشر اور شاهين وايي چې د شرکت د اصولو په بنسټ دوی دا واکسين نشي کولی.

دولتونه بله لار لري؟
د کورونا ويروس څخه د هغه اقتصادي تاثیرات ډېر زيات زيان لري، د کورونا ويروس د وژنې سلنه تر بل هر ويروس ټيټ ده، د کورونا ويروس د وژنې سلنه توپیر کوي د مثال په ډول په امريکا کې درۍ سلنه ده خو حال دا چې په هند کې بيا ۱٫۷ سلنه ده.

د کورونا ويروس له کبله حکومتونه مجبور چې کرنټین اعلان کړي، يانې د کاروبار ځایونو بندېږي، خلک خپل کاروبار او دندې له لاسه ورکوي ددې په پای کې د اوس لپاره حکومتونه دومره وس لري چې خپلو خلکو ته دومره مرسته ورسوي چې ځان ورباندې کنټرول کړي، خو دا داسې دوام نشي کولی چې خلک به کورونو کې ناست وي او تولید به نه وي کار به نه وي او حکومت به دوی ته هره مياشت پیسې ورکوي‌.

دولتونه داسې نشي کولي چې په دې خراب اقتصادي حالت کې د خلکو اړتياوې پوره کړي خلک هم تر اخره دا نشی زغملی په پای کې د حکومت او خلکو ترمنځ ټکر رامنځته کېږي.

واکسين يوازنۍ لاره ده؟
نه، واکسين يوازنۍ لاره نده خو ترټولو لنډه لاره ده، چين وکولی شول چې بدون له واکسين د کورونا ويروس مسله حل کړي، خو په نورو هېوادونو همدا چین اوس واکسين خرڅوي.

مګر ټول هېوادونه د چين غوندې ډيجيټل سيستم او کنټرول نلري، نو نور هېوادونه مجبور واکسين ته لومړیتوب ورکوي.

په ځینې هېوادونه چې باور په‌دې دی چې کورونا ويروس په لابراتوار کې جوړ شوی دی او ددې تر شاه ډله غواړي د واکسين له لارې په خلکو کې ناوړه څه ځای په ځای کړي، د ځينو خلکو نه اند دا واکسين به داسې جانبی عوارض ولري چې څه وخت وروسته به دوی په نورو خطرناکو ناروغيو اخته شي، چې وروسته به د درملو نړیوال شرکتونه دوی ته د چيپ بسته کولو پروژه پیل کړي.

له همدې کبله ځينې خلک د واکسين مخالف دي او نه غواړي دا واکسين وکړي، دا ډله خلک ددې کار تر شاه بېل ګېټس ګڼي، بېل ګېټس چې پخپله د سافټ وير اينجنير و اوس یې ټوله پانګونه د واکسين په چارو کې بنده کړې ده.

تراوسه په دې هکله غوڅ دریځ کوم هېواد نه دی نيولی چې د کورونا ويروس واکسين به مجبوري کوي، خو دا خبرې شته دي چې هغه خلک چې واکسین نکوي د سختو شرايطو سره به مخ کېږي.

د مثال په ډول ښوونځي، پوهنتون ته نشي دننه کېدی، په ښاري ملي بسونو کې به د سفر اجازه نه ورکول کېژي، د يوه هېواد څخه به بل هېواد ته د هوا له لارې نشي تلي او دا ډول نور چې يو فرد مجبور کوي ترڅو واکسين وکړي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.