The news is by your side.

تر شا څوک دي؟ غني ډېر ناوخته د هدفي وژنو د مخنیوی امر وکړ

خبریال وېبپاڼه/ سره له دې چې د کابل امنیتي مسوولیت د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح ته سپارل شوی، له تېرو څه باندې دوو میاشتو په کابل کې هدفي وژنو زور اخیستی او له امله یې لسګونه حکومتي کسان او ملکي وګړي شهیدان او ټپيان شوي دي.

امنیتي مسوولینو نه د دغو پېښو عاملین په ګوته کړي او نه یې د دغو بریدونو مخنیوی کړی دی، بلکې وخت نا وخته حکومت د ولس د احساساتو د کنټرول لپاره ځیني کسان په نمایشي ډول د پردې مخې ته ښکاره کړي، چې ګواکې د پلاني او پلاني برید عاملین ونیول شول.

د خلکو له فشارونو او پر حکومت تر توندو نیوکو وروسته غني امنیتي مسوولینو ته جدي امر کړی چې باید د هدفي وژنو او بریدونو په مخنیوي کې کوټلي ګامونه واخلي.

غني د سر اعلی قومندانۍ په غونډه کې ویلي چې د خبریالانو، مدني فعالانو او سیاسي شنونکو وژل د نه منلو وړ عمل دی او ټینګار یې کړی چې باید امنیتي مسوولین د ترسره شویو بریدونو عاملین ونیسي او د راتلونکو بریدونو مخنیوی وکړي.

غني دا هم ویلي چې هدفي بریدونو کې د هېواد کادرونه په نښه کېږي چې دا د هېواد لپاره د لوی زیان مسله ده او باید د مخنیوي په برخه کې یې عملي ګامونه اوچت شي.

اوس پوښتنه دا ده چې غني ولې دومره ناوخته د هدفي بریدونو د مخنیوی امر وکړ، ایا پخوا خبر نه و، که خبر و، ولې یې مخکې امنیتي مسوولینو ته جدي امر نه کاوه او که ناخبره و، بیا ولسمشري په څه معنا، چې په ارګ کې ناست دی او شاوخوا افغانانو باندې بل شوي اور باندې ناخبره دی.

بله تر ټولو مهمه مسله دا ده چې د دغو بریدونو عاملین څوک دي او باید په ګوته کړل شي. په دې اړه له ولس سره بېلابېلې پوښتنې موجودې دي، تر دې پورې چې پر حکومت شک کېږي، چې د دغو سیستماتیکو وژنو لړۍ حکومت نه وي پیل کړې، ځکه داعش اکثره وخت د ورته بریدونو، چې دوی کړي، تر ډېره مسوولیت منلی، طالب که کړی وي هم ژر افشا شوی، خو د دغو بریدونو نه عاملین په ګوته شوي او نه یې مسوولیت چا اخیستی، همدا ده چې د سړي شک په یقین بدلېږي، چې ښايي دغه کار په حکومت کې دننه کومې کړۍ پيل کړی وي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.