The news is by your side.

د کابل پولیس دوه برابره کېږي؛ ایا حکومت اصلاحات هېر کړي؟

خبریال وېبپاڼه/ سره له دې چې د پلازمینې کابل په شمول د هېواد ډېری ولایتونو کې زرګونه خیالي پولیس شتون لري او یا په فرعي دندو اخته دي، د ولسمشر غني لومړي مرستیال امرالله صالح خبر ورکړ، چې د امنیتي تړون طرحې د تطبیق په خاطر به د کابل پولیس دوه برابره شي.

د کابل د امنیتي وضعیت د سمون په خاطر دغه ښه اقدام دی او حد اقل د هدفي وژنو او ترهګریزو بریدونو یو څه مخنیوی به وشي، ځکه نسبت ولایتونو ته په پلازمینه کابل کې پولیس خپله اصلي دنده، چې د قانون تنفیذ او د عامه امن او نظم تامین دی، په ښه توګه پرمخ وړلی شي.

خو د خیالي پولیسو په اړه لا هم اندېښنې موجودې دي، نه یوازې په ولایتونو بلکې په کابل کې هم دغه ستونزه شته او د زرګونه پولیسو په نوم د چارواکو جیبونو ته هره میاشت میلیونونه افغانۍ ورځي.

بله مهمه ستونزه دا ده چې د کابل په شمول یو شمېر ولایتونو کې پولیس د خپلو اصلي دندو پر ځای د پخوانیو ټوپکیانو، دولتي چارواکو، قوماندانانو، جهادي مشرانو، سیاسیونو، قومي مشرانو او نورو په ساتنه بوخت دي، چې له امله یې د عامه امن او نظم د تامین چاره په سمه توګه نه ده ترسره شوې.

حکومت ته پکار ده چې د پولیسو د تشکیل د زیاتوالي ترڅنګ د پولیسو په لیکو کې پراخ اصلاحات راولي؛ د خیالي پولیسو مخنیوی، د پولیسو له لیکو د لنډغرو او کوڅه ډبو ایستل، پولیس د اشخاصو د ساتنې پر ځای د قانون د تنفیذ ته راګرځول، پولیس له باجګیري، بدماشي او زورواکۍ راګرځول په دې برخه کې مهم موارد دي چې باید ترسره شي.

په کابل کې تر بل هر وخت د ناامنیو لمن پراخه شوې ده، کابل مېشتي هر سهار د چاودنو په غږ پیلوي، د دې پر ځای چې نېکمرغه سهار پیل کړي او د ښه ژوند هیلې یې را ژوندۍ شي، د مرګ خبرونه اوري.

حکومت ته دا هم پکار ده چې نور د تشو غندنو او اعلامیو پر ځای د خلکو ساتنې ته جدي پاملرنه وکړي او د ټولو هغو پېښو عاملین ونیسي او مجازات یې کړي، چې په دې وروستیو کې پېښې شوې دي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.