The news is by your side.

ولسي جرګه: امنیتي وزیرانو څخه امنیت پاتي په شخصي ګمارنو بوخت دي

خبریال ویبپاڼه/ وروسته له هغه چې د کابل په ګډون د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې هدفي وژنو بمي چاودنو او جګړو زور واخیست له ځانه سره یې یو شمېر غبرګونونه هم لرل ولسي جرګه امنیتي ادارې ناکامه بولي

هغوی وایي امنیتي وزیرانو ته يې له دې امله چې حالت ژر تر ژره کابو کړي رایه ورکړه او هیله يې وه چې امنیت سم سي خو له دوی څخه امنیتي مسایل پاتي او په شخصي ګمارنو  او چارو لګیادي

په کابل کې هر سهار په چادونو پیلیږي او د ورځې په اوږدو کې نوري پیښي هم رامنځ ته کیږي چې د خلکو اندېښنې يې راپارولې د افغانستان ولسي جرګې امنیتي ادارې د کابل د امنیت په تامین کې ناکامې بللې ولسي جرګې ویلي په کابل کې وروستي بریدونه او هدفي وژنې د اندېښنې وړ دي او په دې سره د امنیتي ځواکونوکمزوري په ګوته کیږي.

هغوی وايي دا ډول پيښي اوس تر بل هر وخت زیاتي سوي چې د اندېښنې وړ دي، نن سهار هم  د کابل په څلورمه ناحیه کې  د پولیسو پر یو رنجر چاودنه ترسره سوه.

اوس  تازه د ولسمشر لومړي مرستیال ویلي چې د کابل پولیسو شمېر دوه برابره کوي ترڅو د کابل امنیت مدیریت کړي خو، پوښتنه داده چې یوازي که کابل امن سي ښايي د نا امنیو او هدفي وژنو دا لړۍ نورو ولایتونو ته وغځيږي نو بیا به دولت هلته څه چاره کوي؟

یوازي د سرتیرو ډیرول ستونزه هواره وي؟

د افغانستان په ټولو ولایتونو کې نا امنۍ زور اخیستی او تراوسه يې د کابو کولو لپاره کوم اقدام نه دی سوی خو دا حل لاره نسي کیدلای چې په هر ولایت او سیمه کې دي د پولیسو شمېر زیات سي خلک غوښتنه لري چې په امنیتي سکتور کې دي  د اصلاحاتو په راوستلو سره امنیت تامین

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.