The news is by your side.

ولسي جرګه امنیتي ځواکونه په بې پروایۍ تورنوي؛ خپله یې څه کړي؟

خبریال وېبپاڼه/ د ولسي جرګې غړي امنیتي ادارې په بې پروایۍ تورنوي او وايي چې دغه ادارې د کابل ښاریانو امنیت نه شي ساتلی.

دوی په نننۍ غونډه کې ویلي چې د کابل ښار ناامني په دې دلایت کوي چې امنیتي ځواکونه د امنیت د ټینګښت وړتیا نه لري او تر بل هر وخت هدفي وژنې، جنايي جرمونه او ترهګریزو بریدونو زیات شوي دي.

د ولسي جرګې غړیو دغه راز ویلي چې د امنیتي سکټور وزیرانو ته یې ځکه د باور رایه ورکړه چې امنیتي وضعیت مدیریت کړي، خو په خبره یې، دوی برعکس په خپلو شخصي ګمارنو اخته دي او له امله یې د کابل او ولایتونو امنیتي وضعیت خراب شوی دی.

ولسي جرګه که په رښتیا د کابل او ولایتونو د امنیت د ټینګښت غم لري، بیا یې ولې د امنیتي سکټور وزیرانو ته رایه ورکوله، همدا وزیران له ډېرې مودې راهیسې پر همدې چوکیو ناست و، ایا د دوی د مدیریت وړتیا ولسي جرګې ته نه وه معلومه.

بله دا چې په اکثره وختونو کې د پارلمان همدې وکیلانو قانون مات کړی، پولیس یې وهلي او ډبولي، زورواکي یې کړې، ناقانونه کړنو باندې یې لاس پورې کړی، د اړتیا خلاف له ځانه سره درجن درجن ساتونکي ګرځوي او په خپلو شخصي معاملو کې اخته دي.

رښتیا دا دي چې دلته هیڅوک خپل مسوولیت په سمه توګه نه ترسره کوي، نه له قانون جوړونکو طالع لرو او نه په حکومتي چارواکو کې څه پاتې دي، ټولو ته خپلې شخصي ګټې مهمې دي.

د دې هر څه په منځ کې بیا ولس سوځي، وژل کېږي، ځورول کېږي او د ژوند حقونه ترې اخیستل کېږي.

صداقت، رښتینولي، د وطن د مالکیت احساس، مسلکیتوب او د اړیکو پر ځای د وړتیا له مخې امنیتي ادارو کې ګمارنې امنیتي وضعیت سمولای شي، کنه له دې پرته ډاډمن امنیت د مرغۍ پۍ دي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance