The news is by your side.

امریکا دولت له ملت سره میلیاردونه ډالر مرسته کوي

خبریال ویبپاڼه/ د کرونا وبا په راتګ سره دولتونه کوښښ کوي چې د خلکو اړتیا پوره کړي او له فقره يې وساتي ټرمپ له امریکایانو سره د ۹۰۰ میلیارده ډالرو مصوبه تایئد کړې  چې اړمنو امریکایانو ته به وېشل کیږي.

د کرونا وبا تر پخوا اوس ډیره خطرناکه سوې او امریکا هغه هېواد دی چې کرونا ډیر ځپلی د امریکاولسمشر ډونالډ ټرمپ هغه مصوبه تائید کړه چې له مخې به امریکا کې کوچنیو سوداګرو او بې کاره امریکایانو ته د مرستې په ډول پیسې ورکول کیږي د د پیسو شمېر ۹۰۰ میلیارده ډالرو ته رسیږي.

ټرمپ تر دې وړاندې د دې مرسته سویو پیسو د مصوبې مخالفت کړی وو، چې د خپل واک په وروستیو کې يې له امریکایانو سره د دې مرستې تائید وکړ.

امریکا یو له هغه هېوادونو دی چې کرونا وبا سخت ځپلی دی چې نه یوزاې روغتیایي برخه بلکې اقتصادي برخه یې هم زیانمنه سوې ده، د تازه شمېرو له مخې چې امریکا کې تر دې مهاله ۱۹ نیم میلیونه انسانان په کرونا ناروغي باندې اخته سوي چې له جملې څخه یې ۳لکه ۴۱ زره څخه زایت کسان وژلي دي.

امریکا کرونا سخته ځپلې او د نړۍ په کچه د هغه هېوادونو په سر کې ځای لري چې کرونا سخت ځپلې د مثبتو پیښو اومړینو شمېر يې زیات دی له امریکا وروسته هند او برازیل په دې لیست کې دویم او دریم ځای لري.

د روغتیا سازمانونو د راپورونو له مخې د کرونا دویمه څپه هم خطرناکه ده او خلکو ته د پاملرنې سپارښتنه کوي.

په نړۍ کې د کرونا وروستی حال.

په ټوله نړۍ کې د کرونا د مثبتو شمېر تر ۸۱ میلیونه کسانو لوړ سوی چې له دې جملې څخه تر ۵۷ میلیونه زیات کسان بیرته روغ سوي او خپل ورځني ژوند ته دوام ورکوي خو برعکس ۱میلیون ۷ لکه او ۷۱ زره کسان يې بیا وژلي دي او همدارنګه دغه شمېره هره شېبه د لوړیدلو په حال کې ده

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.