The news is by your side.

 هلمند کې د طالبانو القاعده روزونکي ووژل شول

خبریال وېبپاڼه/ ملي دفاع وزارت وايي، هوايي ځواکونو د هلمند په ناولې ولسوالۍ کې د القاعده شبکې ضد عملیات ترسره کړي، چې پر مهال یې د دې شبکې ۱۱ مهم کسان وژل شوي دي.

د یاد وزارت لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دغو عملیاتو کې دوه وسله وال طالبان هم وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.

د خبرپانې له مخې، د القاعده شبکې وژل شوي غړي ماين جوړوونکي او د سنایپر او شپې دوربين کارولو په برخو کې د وسله‌والو طالبانو د ښوونې او روزنې مسوولان وو.

همدا راز د وسله ‌والو طالبانو سرګروپ مسعود احمد چې په حقبين مشهور او په هلمند کې د بهرنیو جنګیالیو د ساتنې او د القاعده ډلې ملاتړ کوونکی و؛ هم په دې برید کې وژل شوی دی.

 د افغان ځواکونو لخوا دوې ورځې وړاندې هم د القاعده شبکې ۴ غړي د هلمند ولایت په ناوې ولسوالۍ کې د هوایي برید پرمهال وژل شوي وو.

که څه هم وسله‌ والو طالبانو له القاعده شبکې سره خپلې اړیکي رد کړي، خو داسې کره شواهد موجود دي چې القاعده شبکه اوس هم له طالبانو سره اړیکې لري او د طالب جنګیالیو په روزنه اخته دي.

دوې اوونۍ وړاندې امریکا هم ویلي و چې طالبان او القاعده د یوې مور زامن دي او په هیڅ صورت له یو بل سره اړیکې نه پرې کوي، ځکه طالب او القاعده فکري اړیکې لري او په اسانه نه شي سره بېلېدلای.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.