The news is by your side.

د سينما نړيواله ورځ او د هيواد د سينما تاريخ.

خبريال وېب پاڼه/نن د سینما نړیواله ورځ ده اوس مهال په هيواد کې یواځی یوه دولتي سینما او درې شخصي سینماګانې فعالي دي.

د سینماګرانو د اطلاعاتو پر بنسټ افغانستان دیرش کاله مخکې ۴۵ سینماګانې لرلي چې ۲۳ یې په کابل کې فعالي وي.

د هیواد لومړنۍ دولتی سینما بهزاد سینما وه چې دلومړي ځل لپاره ښځو په همدی سينما کې د فلم ننداره کول پيل کړل خو اوس مهال ویجاړه شوي ده.

نږدی ۹۰ کاله مخکې د بهزاد سینما په باغ قاضی پخوانی کابل ښار کې جوړیدلو سره کابل میشتي سینما ته په تللو سره د فلم ننداره کولو سره اشنا شو.

د نیمي پیړۍ په جریان کې ۴۵ سینماګانې د هیواد په بیلا بیلو برخو کې فعالي وي خو اوس مهال په کابل کې د ۲۳ سینماګانو څخه یواځی یوه دولتی او دری خصوصي فعالی دی چې د پارک سینما هم نږدی ۴۸ ورځی وړاندي د ولسمشرۍ ماڼۍ د لومړي مرستيال په امر د کابل ښاروالۍ لخوا له منځه يوړل شوه.

آریانا په کابل ښار کې یواځینۍ فعاله دولتي سینما ده چې تالار یې د ۶۰۰ نفرو ځای لري خو ننداره کونکی یی په اونۍ کې د دوه سو څخه کم وی.

رحمت الله عزتي د د آریانا سینما کارکونکي وایي 《 ليدونکي نه لرو سینما د هیواد فرهنګ دی خو موږ د سینما مينوال کم لري.

د فلم جوړولو کيسه په هیواد کې نږدی سل کاله وړاندي ته رسیږی لومړی د فلم جوړولو دولتی نهاد په ۱۳۴۷ کال کې جوړ شو او په لسیزه کې ۶۰ سینماګانې جوړی شوی خو د طالبانو د شپږ کالو حکومت په جریان کې سینما ته تګ او سینمائي فعالیتونه منع شو

د هيواد څلويښت کلني جګړي د افغانستان په څير د سينما نړۍ هم ورانه کړه چې اوس مهال افغانان ددي پرځای چې په خپلو فلمونو وخت او پيسي ولګوي د هيواد د بدبختيو له امله نړيوال فلمونه ننداره کوي چې نړيوالو فلمونو زموږ د خلکو په رواجونو،دودونو، عنعناتو هم څه نا څه اغيز کړي ده.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance