The news is by your side.

(۱) ايا موږ ريښتيا يو ویاړلی ولس يو؟

(۱) ايا موږ ريښتيا يو ویاړلی ولس يو؟

خبريال وېبپاڼه/ ډېر کله به مو اورېدلي وي چې په سياسي غونډو کې په کمپاينونو کې په خبري غونډو کې په ليکنو کې په کتابونو کې ځينې افغانان نورو افغانانو په خطاب کې په خبرو کې دا وايي چې موږ یو ویاړلی ولس یو.

خو دا خبرې تر ډېره کمپايني بڼه لري، د کمپائن او مجلس خوند ورباندې زياتول کېژي، يو ډول هڅه ده چې د انسان څخه عقلي دريځ واخلي او احساساتي يې کړي.

که نه په حقیقت کې دې هر افغان خپل ګرېوان ته وګوري ايا موږ د وياړ لپاره په ځان کې څه لرو، هو کېدی شي يو وخت موږ وياړلي خلک و خو که حقیقت ووايو اوس نو موږ وياړلي خلک او ملت نه يو.

افغانان پخپلو کې ترټولو ډېر د دين په هکله تاکيد کوي او ځان د نړۍ ترټولو محافظه شوی او ښه مسلمان ګڼي، موږ افغانان ځکه داسې فکر کو چې موږ تر نورو ښه مسلمانان يو چې په نورو هېوادونو کې روان حالت د ښځو ازادي ګورو، خو په حقيقت کې دا خبره او ادعا مو هم بنسټ نلري.

موږ ترټولو ښه مسلمانان نه یو، حقيقت دادی چې موږ د نړۍ په سطحه ترټولو ناوړه مسلمانان يو، موږ دا ادعا ځکه کو چې موږ ددين څخه حقيقي برادشت نلرو، د دين لومړيتوبونه نه پېژنو.

د اسلام په دين کې ترټولو ستره ګناه د يو انسان وژل دي، کوم يې چې موږ افغانان تر بل هر چا ښه کوو، که څه هم ځینې افغانان ددې سبب بهرنيان ګڼي چې دا خبره تر یو ځايه سمه ده خو داسې وخت هم و چې هېڅ بهرنی نه و موږ يو بل وژل، د بلې خوا ددې سبب کفار يادول هم د موږ د غاړې څخه مسؤلیت نشي لرې کولی، ولې موږ داسې ضعيف سو چې يو څوک دا کار راباندې وکړي.

د اسلام ترټولو مهم اصل توحيد دی، له بده مرغه زموږ ډېری خلک په ناخبره سره شرک ترسره کوي، خپله به ګناه وکړي مسولیت به يې خدای ته راجع کړي، مثال خپله به لور یو ناوړه کس ته واده کړي خو وروسته له وايي چې د خدای رضا به وه، دا د ابلیس خبرې دي، ابلیس هم چې کبر وکړ او د جنت څخه وشړل شو نو خدای ته يې ګوته ونيوه او ويې ويل چې که خدای نه وي غوښتي نو زه نه ګمراه کېدم، په خدای ې تور پورې کړ چې خدای ګمراه کړی دی.

افغانان په عقيدوي ډول دومره ستونزه لري چې شاید ډېری نور ملتونه يې ونلري، په پټو سترګو شرک ترسره کوي او همدا شرک د خدای اطاعت بولي.

موږ ته د دین اصل همدا ښکاري چې يو سړی دې سندرې نه اوري، نيمه بربنډې جامې دې نه اغوندي خو په حقيقت کې موږ ددين تر دې لوی ارزښتونه پرېښي دي، دروغ ويل په قرآن کې د کفر غوندې لویه ګناه ګڼل کېږي، په قرآن کريم کې د کفر د جملې سره سم د دروغجن کلمه وي، دروغ ويل زموږ په ټولنه کې ترټولو عام کار دی، همداسې ددين تور ارزښتونه لکه ريښتيا ویل، ښه نيت درلودل، بخل نه کول، مسؤلیت منل، ښه خوی درلودل هغه څه دي چې په موږ افغانانو کې يې موندل ګران کار دی.

په ديني سویه موږ ته ځان د وياړ وړ ښکاري خو دا ځانته بازي ورکول دي، موږ ترټولو ستر ګناهونه کوو ترټولو معمولي نېکي کو خو ګناه مو هېڅ ګڼو او هغه وړه نیکې مو ترټولو لويه اعلانوو.

په دې ليکنه کې مو د وياړ د کاذب حس ديني برخه کې وسپړله په دوهمه برخه کې به زموږ په ټولنه کې د موجود کاذب ویاړ نور اړخونه بیان کړو.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.