طالبانو دکليو د پلچکونو نړولوته مخه کړې

خبريال وېبپاڼه/ طالبانو يو ځل بيا د عامه تاسيساتو د ورانولو په لړۍ کې د پلونو، پلچکونو ورانولو ته کش ورکړی دی، د زابل ولايت په شاجوی ولسوالۍ کې طالبانو بيا ددې کلي ځینې پلچکونه له منځه وړي دي.

په خوله یو څه په عمل بل څه

د طالبانو وياند د رسنیو سره په مرکه کې په ټينګار سره وويل چې دوی عامه تاسيساتو ته زيان نه رسوي، طالب وياند ان ادعا وکړه چې دوی د عامه تاسيساتو د ساتنې لپاره کار کوي، خو د طالبانو د وياندويانو دا خبرې د عمل په ساحه کې شتون نلري.

 

په عملي ډول طالبان سړکونه ړنګوي، د کابل کندهار سړک یې يو ښه مثال دی، دا سړک چې د حکومت او بين المللي همکارانو په مرسته جوړ شويو و اوس د طالبانو د بمونو له کبله کنډوکپر شوی دی، په دې لاره باندې د طالبانو په وخت کې تګ راتګ لویه ستونزه وه، حکومت دا سړک په اساسی ډول جوړ کړ او د خلکو د ډېر ښه غبرګون سره مخ شو، خلکو نور کولی شول د کابل څخه کندهار ته په یوه ستندرد سړک ولاړ شي او په لنډ وخت کې کندهار ته ورسېږي.

 

خو په دې سړک کې هره ورځ يا ورځ وروسته طالبانو د ملي اردو موټرو ته بمونه اېښي وی، کله دا بمونه په ملکي خلکو ورسیخ شي او هغوی شهيدان کړي لکه د پوځ په موټرو.

 

اوس کېدی شي د طالبانو وياند ته سړک د عامه ارزښت وړ شی نه وي، تازه دوی اوس ان پلونو او پلچکونو ته پيل کړی دی او د یوه سره يې ورانوي.

دا د ملت سره ددښمنۍ اوج دی، په رسنیو کې چې کله د طالبانو له وياند څخه وپوښتل شي چې ولې سړک ورانوی نو ځواب يې دا وي چې دلته بهرنیان دي موږ خو اشغال ددې لپاره نشو زغملی چې سړک ولرو، اوس چې اشغال هم پای ته رسېږي، د اشغال کوونکو سره يې دوي په يوه کاسه خوري نو نور ددې کارونو کوم منطق ورپاتې دی‌.

طالبان وياندويان هسې د خلکو په سترګو کې خاورې اچوي، دوی دا پوچ منطق د ملکي خلکو د شهادت لپاره هم کاروي، لومړی خو دوی د ملکي وګړو وژنه نه مني، خو له دې څخه دوی څنګه انکار کولی شي چې ددوی د هغه چادونو په ترڅ کې چې مسؤليت یې هم دوی منلی و په زرګونو افغانان ووژل سول.

د طالبانو وياند وايي چې په جګړه کې دا پېښې راځي او يا هم وايی چې دوی په قصدي ډول ملکیان نه وژني، اوس يو انتحاري يو حمله کوونکی طالب په دې نه پوهېږي چې دی چادونه وکړي شاوخوا خلک يې څومره فاصله ورسره لري هغوی به ژوندي پاتې کېږي که نه؟ ښه پوهېږي چې دا خلک مري خو دوی دا عقيده لري که ښه خلک وي جنت ته به ولاړ شي او که بد وي نو ښه دي چې مړه شي.

طالبان چې څومره بې رحمي د خلکو سره کوي هماغومره ددې هېواد د عامه تاسيساتو او ملي شتمنيو سره کوي، حقيقت دادی چې طالبان دا ټوله جګړه د مادي مسايلو لپاره په مخ وړي، دوی د افغانستان د بربادۍ لپاره ګومارل شوي دي او ددې په بدل کې ډېر څه ترلاسه کوي.

کوم طالبان چې د‌ جګړې خوراک شوي هغوی ته ددوی یونفورم واله ملانو د جنت زېری ورکړی وي، يا هم هغوی په دې فکر کې وي چې په حقه جهاد کوي، ځینې خو یې د ژوند څخه په تنګ دي او طالبانو د فرصت څخه ګټه اخيستې او دا خلک یې کارولي دي.

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More