The news is by your side.

ناټو خپل سرتېري ۱۲ زرو ته را کموي

خبریال وېب پاڼه/د افغان سولې لپاره د د جګړې د ښکېلو لوریو او په ځانګړې توګه د امریکا او طالبانو تر منځ د ښه پرمختګ په نیت امریکا غواړي په افغانستان کې خپل پوځي حضور کم کړي.

د شمالي اتلانتیک تړون یا ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ پرون چهارشنبه د اپرېل میاشتې په لومړۍ نېټه د ناټو سازمان د غړو هېوادونو د وزیرانو شورا په غونډه کې وویل چې په افغانستان کې د خپل پوځي له کمېدو سربېره بیا هم په دغه هېواد کې د سولې، ثبات او د امنیت ټینګښت لپاره خپله ژمنتیا وساتي.

د سټولټنبرګ په وینا تر را روان اوړي پور به ناټو په افغانستان کې ۱۲ زره عسکر ولري او د کمېدو لړۍ به یې له شرایطو سره سمه روانه وي.

دا په داسې حال کې ده چې طالب وسلوال له امریکا سره د سولې په رواو مذاکراتو کې هوکړه کړې ده چې امریکایي ځواکوه به له افغانستان څخه وځي. تمه ده په نیږدې راتلونکي کې له حکومت سره د طالب اورپکو بین الافغاني مذاکرات هم پیل شي. حکومت د دغو مذاکراتو له پاره وار له مخې خپل ۲۱ کسیز مرکچي پلاوی اعلان کړی دی، چې مشري یې د امنیت پخوانی رییس معصوم ستانکزی کوي.

طالب اورپکو که څه هم په ظاهره د حکومت له مرکچي پلاوي سره مخالفت څرګند کړ خو د امریکا په ګډون ټولو ښکېلو لوریو او سازمانونو ورڅخه هرکلی وکړ. په ورته وخت کې یونما پر طالبانو غږ کړی دی چې په خپل مذاکراتي پلاوي کې ښځو ته هم ونډه ورکړي خو طالب اورپکي لا له وړاندې د ښځو پر وړاندې پر توپیري چلند مشور دي.

د ناټو سازمان د معلوماتو له مخې له طالبانو سره د ولې تر هوکړې وړاندې په افغانستان کې د دغه سازمان شاوخوا ۱۶ زره سرتیري موجود وو. په تېرو څو اونیو کې د امریکا یو شمېر پوځیان له افغانستان څخه ووتل خو دا چې د کورونا نړیواله وبا جدي شوه، امریکا یې په احتیاطي ډول د ویستلو لړۍ ودروله.

د دغه سازمان منشي په افغانستان کې د روان سیاسي حالت هم ستونزمن وګاڼه او پر افان چارواکو یې غږ وکړ جې خپل منځي ستونزې هوارې کړي. د تېر ملي یووالي حکومت شریکان او د روان حکومت پر سر را پارېدلی ډاکتر عبدالله په تېرو اونیو کې له ولسمشر غني سره په خبرو کې د پام وړ پرمختګ کړی دی او وړمه ورځ یې د سولې له جوړ شوي مذاکراتي پلاوي څخه هم هرکلی وکړ.

ټاکل شوې ده د ناټو سازمان د غړو هېوادونو د وزیرانو د غونډې یوه برخه نن پنجشنه هم ترسره شي چې اجنډا یې پر افغانستان را څرخي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance