کرونا، افغانستان او نړۍ وروستی حال
خبریال وېب پاڼه/د عامې روغتیا د معلوماتو له مخې تېره شپه او ورځ په ټول هېواد کې د کرونا ۴۳ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.
تېره شبه ناوخته د عامې روغتیا وزارت معلومات ورکړل چې په هرات کې له ۱۳۷ سمپلو څخه یې ۴۱ مثبتې پېښې ثبت شوې دي. پّ دې ډله کې ۲۴ نارینه او ۱۷ ښځې شاملې دي. په ورته وخت کې کابل هم د ۲ مثبتو پېښو شاهد ؤ چې دې سره په ټول هېواد کې د مثبتو پېښې شمېر ۲۳۹ کسانو ته ورسېد.
ویل کېږي په هرات کې د تازه ثبت شویو ۴۱ کسانو نه یو یې هم ایران ته د سفر کولو مخینه نه لري او ټول په هېواد کې د نننه پر دغه ویروس اخته شوي دي. تېره ورځ د هرات روغتیایي چارواکو هم ومنله چې په دغه ولایت کې د ۱۶ ډاکترانو مثبتې پېشې ثبت شوې دي چې د همدې ۲۳۹ کسانو له ډلې څخه شمېرل کېږي.
تر دې وړاندې داسې راپورونه وو چې ګواکې د کورونا لپاره په ځانګړو شویو روغتونونو کې دغه ډاکټران په کرونا اخته شوي دي خو تېره شپه د دغه ولایت روغتیایي مسؤلینو دا خبره رد کړه او ویې ویل چې یاد شوي ۱۶ ډاکتر د ځانګړو روغتونو څخه نه دي بلکې په نورو ځایونو کې پر دغه ویروس اخته شوي دي.
هخوا په ټوله نړۍ کې د کویډاـ۱۹ ناروغي په خورا چټکۍ د زیاتېدو په حال کې ده چې تر دې دمه څه کم یو ملیونه کسان په دغه ناروغۍ اخته ششوي دي. د روغتیا نړیوال سازمان د معلوماتو له مخې تر دې مهاله ۹۳۵ زره نه زیات کسان په دغه ویروس اخته او تر ۴۷ زرو ډېر د دغې ناروغۍ له امله مړه شوي دي.
دوی وایي په ټوله نړۍ کې شاوخوا ۹۳۵۵۸۱ کسان په کویډاـ۱۹ اخته او په ټولو هېوادونو کې ۴۷۲۲۳ کسانو د دغه ویروس له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. د معلوماتو له مخې تر دې دمه کابو ۱۹۴۲۶۰ کسان له دغې ناروغۍ څخه بېرته جوړ شوي او کورونو ته رخصت شوي دي.
امریکا تر دې مهاله د کرونا د مثبتو پېښې په سرکې قرار لري چې تر دې دمه په کې ۲۱۵۰۸۱ کسان په کرونا اخته او ۵۱۰۹ کسه امریکایي وګړي تر دې دمه دغه ویروس وژلي دي. بل پلو اروپایي هېواد ایټالیا کې بیا د مثبتو پېښو شمېره تر ۱۱۰۵۷۴ پورې رسي، چې د مړو شمېر یې ۱۳۱۵۵ کسانو ته رسېږي. له دوی وروسته هسپانیا د کرونا د لوړې شمېرې شاهده ده چې ۱۰۴۱۱۸ کسان په کې پر کرونا اخته او تر ۹۳۸۷پورې کسان یې د دغې ناروغۍ قربانیان شمېرل کېږي.
چین، فرانسه، جرمني، ایران، بریتانیا، ترکیه، پاکستان، هند او سعودي عربستان ورپسې هېوادونه دي چې د کورونا ډېرې پېښې په کې ثبت شوې او ګڼ شمېر کسان یې په کې وژلي هم دي.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.