The news is by your side.

افغانستان ته د ازبکستان اوړه او روغتیايي توکي راځي

خبریال وېب پاڼه/ټاکل شوې ده نن پنجشنبه حیرتان بندر له لارې افغانستان ته له ازبکستان نه اوړه او نورو روغتیایي توکي را ورسېږي.

د سولې، ښه ګاونډیتوب او د سوداګرۍ په برخه کې د افغانستان دوست هېواد ازبکستان غواړي نن افغانستان ته د ځینو لومړنیو خوراکي او ارتزاقي توکو په ګډون ځینې روغتیایي مواد هم را صادر کړي. ویل کېږي په دغه موادو کې به چې نن پنجشنبه د روانې اپریل میاشتې په دویمه نېټه د حیرتان بندر له لارې راځي، شاوخوا ۳۰۰ ټنه اوړه، ۵۰ ټنه بوره، ۱۵۰ ټنه وریجې، ۵۰ ټنه صابون، ۵۰ ټنه غوړي او روغتیايي مواد را وړل کېږي.

په ازبکستان کې له افغان سفیر سره په لیدنه کې د ازبکسان لخوا د افغانستان لپاره ځانګړي استازي په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې د کرونا په دې ترهېدلي چاپېریال کې به ازبکستان له افغانستان سره خپلې بسردوستانه، سوداګریزې او تراسپورټي اړیکې فعالې ساتي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د هېواد په بازارونو کې د لومړنیو خوراکي توکو بیې په لوړېدو دي او دې چارې ولس له ګڼو اندېښنو سره مخ کړی دی. حکومت که څه هم د بیو د کنټرول لپاره د احتکار کوونکو پر وړاندې چټک ګامونه واخیستل او یو شمېر احتکار کوونکي هټیوال یې څو اونۍ وړاندې جریمه هم کړل خو د کورونا له امله یو شمېر ګاونډیو هېوادونو خپل بندرونه او سوداګریزې دروازې د افغانستان پر مخ وتړلې.

په ورته وخت کې له پاکستان څخه هم تېره ورځ د خوراکي او نورو ارتزاقي موادو ډکو لاریو ته افغانستان ته د راتلو اجازه ورکړل شول.

له ازبکستان سره د خوراکي راکړې ورکړې په برخه کې اوړه او غنم یوه مهمه برخه تشکیلوي چې له دغه هېواد څخه افغانستان ته را واردېږي. په سیمه کې قزاقستان د اوړو لوی تولیدوونکی هېواد ګڼل کېږي چې د دغه هېواد غنم په ازبکسستان کې اوړه کېږي او افغانستان ته را صادرېږي. د افغانستان لپاره د روسیې اوړه د لارې د زیات واټن له امله قېمته تمامېږي خو له هند سره بیا د چابهار بندر له لارې له اوړو او نورو ارتزاقي موادو سربېره په ګڼو برخو کې سوداګریزې اړیکې پالي.

په ازبکستان کې د شوکت میرزایف له ولسمشر کېدو را وروسته له افغانستان سره د دغه هېواد اړیکې ډېرې تودې پالل کېږي او د ځینو نورو ګاونډیو په پرتله یې اغېز هم لوړ دی. دا په داسې حال کې ده چې تېره دوشنبې له دوبۍ څخه هم افغانستان ته د روغتیایي توکو یوه بسته را ورسېده او چین هم په ورتخ اقدام کې له افغانستان سره د روغتیایي توکو مرسته وکړه.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.