The news is by your side.

د کرونا پر وړاندې د چین روغتیایي بکسه را ورسېده

خبریال وېب پاڼه/نن پنجشنبه د روانې اپریل میاشتې په دویمه نېټه کابل ته د کورونا پر وړاندې د مبارزې لپاره د چین د مرستو لومړۍ بسته را ورسېده.

د دغې مرستې لپاره د ولسمشر دویم مرستیال او د عامې روغتیا وزیر سربېره په کابل چې د چین سفیر هم هوایي ډګر ته ورغلي دي. په هغه بنرونو کې چې د هرکلي په پار چارواکو چمتو کړي، له چین څخه یې د دوستانه اړیکو مننه او هرکلی کړی دی.

بل پلو ازبکستان هم غواړي نن افغانستان ته د ځینو لومړنیو خوراکي او ارتزاقي توکو په ګډون ځینې روغتیایي مواد هم را صادر کړي. ویل کېږي په دغه موادو کې به چې نن پنجشنبه د روانې اپریل میاشتې په دویمه نېټه د حیرتان بندر له لارې راځي، شاوخوا ۳۰۰ ټنه اوړه، ۵۰ ټنه بوره، ۱۵۰ ټنه وریجې، ۵۰ ټنه صابون، ۵۰ ټنه غوړي او روغتیايي مواد را وړل کېږي.

په ازبکستان کې له افغان سفیر سره په لیدنه کې د ازبکسان لخوا د افغانستان لپاره ځانګړي استازي په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې د کرونا په دې ترهېدلي چاپېریال کې به ازبکستان له افغانستان سره خپلې بسردوستانه، سوداګریزې او تراسپورټي اړیکې فعالې ساتي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د هېواد په بازارونو کې د لومړنیو خوراکي توکو بیې په لوړېدو دي او دې چارې ولس له ګڼو اندېښنو سره مخ کړی دی. حکومت که څه هم د بیو د کنټرول لپاره د احتکار کوونکو پر وړاندې چټک ګامونه واخیستل او یو شمېر احتکار کوونکي هټیوال یې څو اونۍ وړاندې جریمه هم کړل خو د کورونا له امله یو شمېر ګاونډیو هېوادونو خپل بندرونه او سوداګریزې دروازې د افغانستان پر مخ وتړلې.

په ورته وخت کې له پاکستان څخه هم تېره ورځ د خوراکي او نورو ارتزاقي موادو ډکو لاریو ته افغانستان ته د راتلو اجازه ورکړل شول.

کورونا ویروس په لومړي ځل د چین په ووهان ښار کې را پیدا او له هغه ځایه د نړۍ هر ګوټ ته ورسېد چې پّ دې وروستیو کې په دغه هېواد کې په نسبي توګه د کورونا د خپرېدو مخه نیول شوې ده او تمه ده په دغه هېواد کې یو ځل بیا د ګرځبندیز محدودیتونه لرې شي.

په افغانستان کې تر دې مهاله د کورونا ۲۳۹ مثبتې پېښې ثبت شوې دي چې له ډلې یې ۴ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او لس نور ورڅخه بېرته رغېدلي هم دي.

چین له افغانستان سره ژورې اقتصادي او د ګاونډیتوب نیږدې اړیکې لري او له افغانستان سره تر مرستې وړاندې چین د پاکستان په ګډون یو شمېر نورو هېوادونو ته هم روغتیایي مواد استولي وو. له چین نه د روغتیایي توکو ډکه الوتکه د کابل په حامد کرزي نړیوال هوایي ډګر کې را ښکته شوه.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.