The news is by your side.

تورخم کې جوړ شوي کمپ ته د مرستو را ټولول

خبریال وېب پاڼه/نن پنجشنبه د اپریل میاشتې په دویمه نېټه د ننګرهار والي په تورخم ښارګوټي کې له پاکستان نه د را ستنېدونکو کډوالو لپاره جوړ شوي کمپ ته مرستې را ټولې کړې.

د ننګرهار والي په تورخم کې د را ستنېدونکو کډوالو لپاره جوړ شوي کمپ ته د کمپلو، توشکو او بالښتونو په را ټولولو سره له خپل ځان نه دغه کمپاین پیل کړ تر څو نور کسان هم وهڅول شي چې په دغه ولایت کې له جوړ شوي کمپ سره د اړمنو لاسنیوي ته را ودانګي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره اونۍ ښاغلي میاخېل په تورخم ښارګوټي کې د تورخم دروازې د احتمالي خلاصېدو په صورت کې له کوزې پښتونخوا او پاکستان څخه د را ستنېدونکو افغان کډوالو لپاره احتیاطي کمپ جوړ کړ. دغه کمپ چې د شاوخوا ۱۰ زره کسان په کې ځای کېدلی شي، اوس ورته د کورونا فنډ په نوم صندوق پرانیستل شوی چې تېره اونۍ هم ښاغلي میاخیل له دغه صندوق سره خپله او د یو شمېر نورو کسانو مرسته شریکه کړه.

د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل نن د وري میاشتې په ۱۴مه د یوه کنفرانس پر مهال وویل چې د تورخم لویې لارې د احتمالي پرانیستو پر مهال یې په روغتیایي، خدماتي او امنیتي برخه کې خپل تدابیر پیل کړي ترڅو د یادې لارې را ستنیدونکي ټول کسان د ۱۴ ورځو څخه تر ۲۱ ورځو پورې د کرونا ویروس د خپریدو د مخنیوي په موخه قرنطین کړي.

ښاغلی میاخیل په ننګرهار کې دغه اقدام وروسته له هغه کوي چې په پاکستان او کوزه پښتونخوا کې د کورونا ویروس د خپرېدو په حال کې دی او په پاکستان کې د دغه ویروس څه کمې ۲ زره مثتې پېښې ثبت شوې او یو شمېر کسان یې له دې امله مړه شوي هم دي.

نوموړي زیاته کړه؛ هغه کسان چې په کوزې پښتونخوا یا پاکستان کې د لا ډېرې مودې د پاتې کېدو سهولتونه لري، هیله ده چې له راتګ څخه ډډه وکړي ترڅو د کرونا ویروس د خپریدو خطر کم شي، خو هېوادوالو ته یې ډاډ ورکړ چې د هرات پېښې تکراریدو د مخنیوي په موخه په جدي ډول را ستنیدونکي کسان قرنطین کیږي.

دا په داسې حال کې ده چې په لومړي ځل کرونا هرات ته راغی او له هغه ځایه د کابل په ګډون یو شمېر نورو ولایتونو ته هم د دغه ویروس لمن وغځېده. تر دې مهاله په ټول هېواد کې هرات د کرونا د ډېرو مثبتو پېښو شاهد دی چې له ۱۸۰ ډېر کسان یې پرې اخته دي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.