کرونا, افغانستان کې یې مثبتې پېښې ٢٣٩ دي
خبریال وېب پاڼه/ په افغانستان کې د کرونا ویروس مثبتو پېښو شمېر مخ پر زیاتېدو دی.
په نوي مورد کې د عامې ورغتیا وزارت اعلان وکړ چې هرات ولایت کې د رونا ویروس، ٤١مثبتې پېښې ثبت شوي دي.
دغه وزارت زیاتوي، چې١٣٧ شکمنو پېښو نه ٤١ مثبتې دي، چې ١٧ یې مېرمنې دي، د عامې روغتیا وزارت وايي دغه کسانو کوم بهرني سفر مخینه نه درلوده.
په هرات ولایت ټول ټال ١٨٠ مورده دي، د دې ترڅنګ کابل کې هم دوه مثبتې پېښې ثبت شوي دي چې له دې سره په ټول هیواد کې پر کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ٢٣٩ تنو ته رسیږي.
د یادونې وړ ده چې لس کسان بیا له دې ویروس څخه روغ شوي او خپلو کورونو ته ستانه شوي دي.
د کابل په ګډون د هېواد یو شمېر ولایتونو کې سخت قیودات نیول شوي او پر ګرځیدا بندیز لګول شوی دی.
عامې روغتیا وزارت له ټولو هېوادوالو په کلکه غواړي چې خپلو کورنو کې پاتې شي او د دوی له خوا په ورکړل شویو روغتیايي لارښوونو عمل وکړي تر څو د دغه ویروس مخنیوی وشي.
د افغانستان په ګاوند پاکستان کې هم د کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر د هرې ورځې په تېرېدو سره مخ پر زیاتېدو دی.
د تېرې ورځې شمېر ٢١٠٠ تنو اوښتی دی. او ٢٧ کسان د دې وېروس له کبله مړ شوي دي.
د پاکستان حکومت په دې هېواد کې لګېدلي محدودیتونه د اپرېل میاشتې تر ١٤مې نېټې غځولي دي.
په ټوله نړۍ کې تر اوسه څه باندې ٨ لکه کسان په کرونا ویروس اخته دي او څه باندې ٤٣ زره کسان له دې وېروس څخه مړه شوي دي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش ویلي دي، چې کوید١٩ له دویمې نړیوالې جګړې وروسته د بشریت لپاره تر ټولو ستر چلنج دی.
د نړۍ په لر او بر کې د کوید١٩ له کبله هره ورځ د وژل شویو کسانو شمېر په ډېرېدو دی.
یوازې په اروپا کې د وژل شویو کسانو شمېر له ٤٠ زرو اوښتی دی،
خو په ورته وخت کې په دې هېواد کې د مثبتو پېښو شمېر په کمېدو ښکاري.
خو د بریټانیا لپاره تېره ورځ ترخه ورځ وه او دې هېواد کې تېرو ٢٤ ساعتونو کې له ٥٠٠ زیات کسان مړه شوي دي.
تر دې دمه په بریټانیا کې د وژل شویو کسانو شمېر اوس ٢٣٥٨ کسانو ته رسېدلی دی.
په امریکا کې دمګړۍ ٤٠٠٠ کسان وژل شوي او له دوه لکو زیات کسان په کرونا وېروس اخته دي.
له ایرانه ترلاسه شوي راپورونه ښیي چې په دې هېواد کې د وژل شویو کسانو شمېر دري زرو ته رسېدلی دی.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.