The news is by your side.

د فساد په تور د عامې روغتيا د وزير د ورور نيول کيدل!.

خبريال وېب پاڼه: لويه څارنوالۍ په عامې روغتيا وزارت کې د فساد په تور د عامې روغتيا د وزير د ورور په ګډون د څلور تنو د نيول کيدو خبر ورکوي.

د لويې څارنوالۍ وياند وايې دا څلور کسان يې د ملي امنيت په ګډه همکارۍ د بډو اخيستلو په تور نيولي دي او د څيړنو لاندي دي.

په نيول شوو کسانو کې د عامې روغتيا د وزير احمد جواد عثماني ورور احمد شکران جواد عثماني، د عامې روغتيا وزارت د کوويډ-۱۹ څانګې سلاکار فريدون سلطاني، د عامې روغتيا وزارت مالې سلاکار حامد حميدي، او کاوه سرمست د معتادينو د روغتون کارکونکی هغه څلور تنه دي چې د لويې څارنوالۍ او ملي امنيت لخوا د بډو اخيستلو په تور نيول شوي دي.

د لويې څارنوالۍ وياند جمشيد رسولي وايې موضوع او نيول شوي کسان د لويې څارنوالۍ د توقيف او څيړنو لاندي دي.

وړمه ورځ د عامې روغتيا وزير احمد جواد عثماني هم په عامې روغتيا وزارت کې د فساد په تور د څو تنو د نيولو خبره کړي وه خو، کسان يې نه وه په ګوته کړي.

د راپورونو له مخې دغه څلور کسان وروسته تر هغه ونيول شول چې د ولايتونو د عامې روغتيا د رييسانو يې غوښتي وه ترڅو هره مياشت ۷۰ څخه تر ۸۰ زره ډالرو دوې ته ورکړي.

په ورته مهال کې د فساد سره د مبارزي اداره وايې، فساد سره مبارزه يوه سياسي غوښتنه ده دوي زياتوي په عدلې او قضايې بنسټونو کې فساد اوج ته رسيدلی دی او بايد فساد سره جدې مبارزه وشي ترڅو هيواد په ځان بساينې اقتصاد بدل شي.

د فساد سره د مبارزي د اداري غړی ناصر تيموري وايې، اول بايد په عدلې او قضايې بنسټونو کې د فساد مخه ونيول شي د فساد سره د مبارزي لپاره بايد خپلواک بنسټونه جوړ شي او فساد سره مبارزه د سياسي غوښتني څخه په جدې امر بدل شي.

فساد په افغانستان کې يو له لويو زيان لرونکو ستونزو بلل کيزي او له همدې امله افغانستان د نړۍ يو له فساد لرونکو هيوادونو شميرل کيږي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.