The news is by your side.

د غني ليونتوب، د طالبانو غلامي د افغانستان لپاره تاريخي شرم

خبريال ويبپاڼه /د امپراطوريو ، کارنامو او تاريخي زم و بزم وطن ( افغانستان) اوس دومره بيوزله ده اوس دومره غريب او بيچاره دی چې واکداران يې يا ليونيان ، يا غله، خاينان او غلامان دي.

افغانستان دومره بيچاره او غريب شوی چې د واک چاري يئ د يوه داسي چا په لاس دي چې حتی خپله ځان نشي کنټرولای ، خپلي خبري نشي کنټرولای په رواني تکليف اخته دی هيواد او وطن خو لا څه کوي.

زار اشرف غني بابا يوازي په ارګ کې واکمن دی ان د ارګ د ديوال له څنډي سره هم څوک ځان امن نشي احساسولی بلکي احساس خو لا څه کوي چې بلکل امن شته نه. هره وزات خانه يې چور خانه هر والی له کار او صداقت څخه خالي چور او غلا ته ناست پارلمان خو له لويه سره چورلمان وو ملي شورا په ملي سطحه د غلا او فساد لپاره جوړه او کار کوي ملي شورا لويې لويې په ملي ډول غلا فساد کوي.

د غني د حکومت قضا هغه اروګان چې د خير او شر فيصله به پکي تر سره کيده خو په دې حکومت کې تر ټولو غټه د فساده او غلا او ناقانونيو ډګه اداره ده قاضيان ددې پر ځای چې نور د قانون پلي کولو ته را وبلي په خپله په فحشا فساد او غلا کې تر ستوني غرق دي.

که په لنډ وويو د غني د ليونتوب له لاسه دا حکومت فلج دی نور د حکومتولي او حکومتدارۍ پکې هيڅ نه دي پاتي تش عوام او ملت غولول او غطا کول دي افغانستان د يوه تارخي شرم په لور روان دی.

بل خوا طالبان چې د پاکستان غلامان او ځانته د اسلام ټيګداران بولي د جنت او دروزخ ټاپه يې په لاس کې هره ورځ په سل ګونو افغانان د کافر او بې دينه په نامه جنت او دوزخ ته ليږي.
طالبان که څه هم ځان د دين او اسلام طرفدان بولي خو ټولي کړنې يې د اسلام د مبارک دين خلاف او د هغه پر ضد دي د نړۍ ټولو ديني عالمانو طالبان خوارج او له اسلام څخه وتلي بللي بلکې دغه ډله يې د اسلام او مسلمانانو په خلاف بللي ده.

د طالبانو جوړښت او د دوی کار او پلان ته په کتو ويلای شو چې دغه ډله( طالبان) د پاکستان غيري رسمي پوځ او مليشي دي ځکه دغه ډله په ټوله معنا د افغانو پر ضد او د پاکستان د ګټو لپاره کار کوي پاکستان د خپلو پوځيانو په څپر تنخوا ، خرڅ ، خوراک د اوسيدو ځای درملنه او ان هر څه ورکوي.

د طالبانو د اسلام په نامه غلامۍ او غني د ډيموکراسي او جمهوريت په نامه ليونتوب افغانستان د پلۍ ټک ته کينولی افغانان يې په ټوله نړۍ کې خوار ،ذليله او بيچاره کړي دي.

 

.

 

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.