The news is by your side.

پاکستان له افغانستانه مرکزي اسیا ته لار غوښتې؛ موږ څه غواړو؟

خبریال وېبپاڼه/ وروسته له هغه چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګریزې اړیکې ناسمې او د افغان سوداګرو غږ پورته شو، د پاکستان او افغانستان چارواکو خبر ورکړ چې د دوه اړخیزه سوداګریزو اړیکو یو نوی باب په پرانیزي او غواړي د یو بل ښه همکاران واوسي.

په همدې موخه د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزیر نثااحمد غوریاني له پرون راهیسې اسلام اباد کې له پاکستاني چارواکو سره په خبرو اخته دی، تر څو د سوداګرۍ په برخه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ اسانتیاوې رامنځته شي.

د دغو خبرو په لړ کې دواړه لوریو له یو بل خپلې غوښتنې مطرح کړې دي، پاکستان له افغانستان مرکزي اسیا ته د سوداګرۍ او ترانزیت لار غوښتې، خو افغان حکومت یې په مقابل کې د ګواډر د خلاصولو غوښتنه کړې ده.

د صنعت او سوداګرۍ وزیر غوریاني ویلي پاکستان ترې غوښتي چې افغانستان دې ددوی سوداګریزو کاروانونو ته مرکزي اسیا ته د تېرېدو اجازه ورکړي، خو په خبره یې دوی بیا ترې غوښتي چې پاکستان دې افغانستان ته له جنوبي اسیا سره د سوداګرۍ لار ورکړي او په تېره له پاکستان سره دې ګواډر بندر د افغان سوداګرو پر مخ پرانیزي.

 پاکستاني لوري دا هم ویلي چې ژر تر ژره به د افغانستان، پاکستان او ازبکستان ترمنځ یو تړون لاسلیک شي چې له مخې به یې دغه درې واړه هېوادونه له نړیوال بانک پور اخلي او د درېیواړو هېوادونو ترمنځ به د سوداګرۍ د پراختیا لپاره رېل‌لاره جوړېږي.

په داسې یو وضعیت کې په پاکستانه دا ډول غوښتنه بېخي معقول کار دی، ځکه پاکستان تل په افغانستان کې خپلې ګټې خوندي کړې دي او په بدل کې یې افغانستان ته هیڅ نه دي ورکړي، تر دې چې غني د حسن نیت له مخې پاکستاني طالبان هم خوشې کړل، خو د طالب په لاس دلته د جګړې اور بل ساتلی دی.

افغان حکومت ته پکار ده تر څو له دې وروسته د پاکستانه یوه غوښتنه هم ونه مني، څو چې یې بدیل ورته په ګوته کړی او ځنی ترلاسه کړی نه وي، کله چې ګټې مشترکې شي بیا پخپله دغه هېواد له افغانستان سره رښتینې همکاري کوي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.