The news is by your side.

محب د رسنیو ټلواله د څه لپاره جوړه کړې؟

خبریال وېبپاڼه/ له هماغه ورځې چې حمدالله محب ته د امنیت شورا په نوم منصب او اختیارات سپارل شوي؛ د حکومت د نورو ادارو خلاف له نامحدودې او فوق العاده بودیجې برخمن شوی دی، محب دغه پیسې د امنیتي او دفاعي برخې د سمون لپاره نه دي کارولې، بلکې ده په میلیونونه ډالرو د رسنیو په برخه کې ځانته ټلواله جوړه کړې ده.

محب د کار له پیل سره سم ګڼ شمیر خبریالان او قلموال را غونډ کړل او د پراخې بودیجې په مصرف یي د رسنیو په برخه کې یوه ټلواله جوړه کړه او د خپلو شخصي ګټو لپاره یې وېبسایټونه، فیسبوکي صفحې، جعلي ایډیانې او د ټولنیزو رسنیو نور اړوند اکاونټونه جوړل کړل.

د محب لخوا په جوړ شوي یا ګمارل شوي فیسبوکي ټیمونه او خبري وېبسایټونه د مطبوعاتو په تاریخ کې تر ټولو سپکه، لویدلې، دروغجنه او قلم شرموونکي ژبه کاروي؛ یوازې ښکنځلې،لوڅې او بې حیاء خبرې او هغه څه خپروي چې قلم او ژبه یي له یادولو حیاء کوي.

خبریال وېبپاڼې ته د امنیت شورا له دننه د رسېدلو معلوماتو له مخې، محب د رسنیو په برخه کې درې ډوله ټیمونه ګمارلي دي، یوه ډله، چې ۳۰ کسان پکې دي، د فیسبوک جعلي ایډیانې چلوي، بلې ډلې رسمي وېبسایټونه جوړ کړي، د محب او د ارګ مېشتو په ګټه نشرات کوي او بله ډله غیرمستقیم په خپلو شخصي اکاونټونو د محب او ارګ مېشتو په ګټه لیکنې کوي او عامه اذهان داسې جوړوي، چې کواګې محب او ارګ مېشتي په رښتیا هم د وطن د مینې او ابادۍ بلبلان دي.

د معلوماتو له مخې، د جعلي ایډيانو چلوونکي هره میاشت ۱۵۰۰۰ افغانۍ معاش وړي او مکلف دي چې ۵ جعلي ایډي به لري او هر ورځ به د محب او ارګ مېشتو په ګټه کم تر کمه لس پوسټونه کوي او یا به هغه کسان ښکنځي، چې محب یا نورو چارواکو باندې نیوکه کوي او له پټو معاملو یې پرده پټوي.

رسمي وېبسایټونه او صفحې، چې په کلني ډول د قرارداد له مخې خپل امتیازات له محبه اخلي؛ ورځنیو خبرونو ته د محب او د ارګ د درباریانو په ګټه زوایه ورکوي او په هره مسله کې یو اړخ داسې رااخلي چې د محب پکې ګټه وي، ملي ګټې که هر ډول زیان ویني دوی ته یې پروا نشته او یا خپل سیاسي مخالفین په ټکوي.

هر نظام دنده لري چې د ځان په ګټه تبلیغات وکړي او خلک دتبلیغاتو لپاره وګماري، اما دا ځای د دقت وړ دی چې د حمدالله محب تبلیغات هیڅکله د افغانستان د کوم نظام یا د افغانستان او افغانیت د ګټو تبلیغات نه دي. هغه د امریکا د نړیوالو ګټو د تحقق په لاره کې د افغانستان د قرباني کولو او په دې خاوره د روانو بدبختیو تر ټولو مهم مجرم پیژندل کیږي.

محب هغه استثنایي بې افغانیته افغان دی چې د امریکا د ګټو لپاره د افغانانو په وینو سیاست ته چمتو دی او پر ده هیڅ باک نشته چې زموږ ملت د پردیو ګټو لپاره د جګړې او بدبختیو ګرداب ته وغورځي. محب د خپلو رسنیزو تبلیغاتو له لارې دلته د دیني ارزښتونو، افغاني درنښت او ټولنیزو قراردادونو په خلاف یوه سپکه جګړه پیل کړې.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.