The news is by your side.

دولت د ښوونکو د تنخوا لوړولو مخالفت کوي

خبریال ویببپاڼه/ په نوره نړۍ  کې لوړه میاشتنۍ تنخوا د ښوونکو وي خو په افغانستان تر ټولو ټیټ معاش د ښوونکي دی په تیر شل کلنه دوره کې ولسمشرانو او وزیرانو څو ځله ژمنې وکړې چې د ښوونکو تنخواوې به لوړوي خو تراوسه لاهم هغه ښوونکي او هغه شپږ زره معاش.

اوس تازه د افغانستان ولسي جرګې د ۱۴۰۰ کال لپاره د ښوونکو د معاشونو د لوړولو غوښتنه کړې خو په وینا یې چې  دولت يې د ښوونکو د معاشونو لوړولو سره مخالفت کړی.

د ولسي جرګې ګڼ شمېر وکیلان وايي چې دولت د ۱۴۰۰مالي کال لپاره په کلنۍ بودجه کې امتیازي معاشونه او اضافي لګښتونه ځآنګړي سوي خو دوی د دولتي مامورین او ښوونکو د تنخواوو لوړلو مخالفت کړی.

وکیلان وایي حکومت د خپلو سیاسي اړیکو لپاره د معاشونو ځانګړي سیستمونه رامنځ ته کړي دي چې د لوړپوړو چارواکو نږدې کسان لوړ او غیر عادلانه معاشونه اخلي.

د افغانستان ولسي جرګه وايي چې د دولتي مامورنیو په تنخواو، کې دي  عدالت رامنځ ته سي او ښوونکو ته دي ځانګړې پاملرنه وسي  ځکه په دې سختو شرایطو کې دوی په کمو معاشونو کار کوي او د وکیلانو وجداني مسوولیت دی چې ددوی له حقوقو دفاع وکړي.

تراوسه پوري دولت لاهم په هیڅ یوه ژمنه چې د ښوونکو په برخه کې يې کړې نه ده عملي کړې ښوونکې په سختو شرایطو کې خورا په کمو حقوقو خپلو دندو ته په صداقت دوام ورکوي.

دولت ولې د ښوونکو معاشونه لوړیدل نه غواړي؟

افغان دولت د دولتي کارکوونکو ترمنځ د دولتي کارکوونکو معاشونه په غیري عدلانه ډول سره ورکوي دوی کوښښ کوي ترڅو په لوړو د سیاسي اړیکو د ښه کولو لپاره د لوړو معاشونو ورکولو سیستمونه رامنځ ته کړي.

په افغانستان کې د ښوونکو ډيری بستونه، ۵ او ۶ دي چې تر اته زره افغانۍ لوړ معاش نلري

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.