ولسي جرګې ولې د ۱۴۰۰ کال بودجه رده کړه؟
خبریال وېبپاڼه/ د ولسي جرګې غړیو په خپله نننۍ عمومي غونډه کې د رایو په اکثریت د ۱۴۰۰ مالي کال بودجه د رایو په اکثریت رد کړه او ویلي یې دي چې دغه بودجه عادلانه نه وه ترتیب شوې.
د ولسي جرګې غړي ویلي چې د ۱۴۰۰ مالي کال بودجه کې د امتیازي معاشونو او اضافي لګښتونو لپاره ملیاردونه افغانۍ ځانګړې شوې دي چې دوی ته د منلو وړ نه دي او هیڅ د عدالت له تامین سرغړونه ده.
دوی ویلي چې حکومت د دې پر ځای چې د ښوونکو او ټیټ پوړو مامورینو معاشات لوړ کړي، د لوړ پوړو چارواکو معاشات یې لوړ کړي او داسې یو سیستم یې جوړ کړی چې د سیاسي اړیکو له مخې د لوړ پوړو چارواکو نږدې کسان لوړ او غیر عادلانه معاشونه اخلي.
د د ولسي جرګې غړي ټینګار کوي چې باید د مامورینو په معاشونو کې عدالت رامنځته شي او په ځانګړې توګه د ښوونکو معاشونه باید لوړ کړل شي ځکه په دې سختو شرایطو کې دوی په کمو معاشونو کار کوي.
ولسي جرګې په داسې حال کې د نوي مالي کال بودجه رد کړه چې لا هم په دولتي ادارو کې پراخ فساد روان دی او نه یوازې مفسدین محاکمه شوي نه دي، بلکې د فساد کچه ورځ تر بلې په زیاتېدو ده.
له ۹۱ کوډ میلیونونه ناقانونه پیسې ایستل، د کرونا پیسو کې میلیوني فساد، د ملي امنیت ادارې میلیونه اوپراتیفي پیسې تالا کېدل، ګمرکونو کې فساد او یو شمېر نور غیرقانوني لګښتونه د مالي فساد عمده بېلګې دي.
ولسي جرګې د ۱۴۰۰ کال بودجې په رد کېدو ولس ته یو څه ژمنیتا وښوده او هیله دا ده چې د تېرو فسادونو په اړه هم څېړنې وکړي، تر څو په راتلونکي کې چارواکو ته یو سبق شي او د فساد مخه ونیول شي.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.