The news is by your side.

امریکا-طالب د سولې تړون، که د افغان وژنې قرارداد؟

خبریال ویب پاڼه/ له کله نه چې په قطر کې د افغان حکومت او طالبانو ترمینځ د سولې خبرې پېل شوي، له هغې وخت تر ننه پورې په هېواد کې افغان وژنې زور اخیستی.

طالبانو چې د ددې جنګ اصلي لامل د امریکا اشغال یاداوه، اوس یې د هغوی سره د سولې په نوم؛ خو د افغان وژنې د دوام تړون امضاء کړی، امریکایان یې مخ کې نېغ نېغ کېږي؛ خو دوی هېڅ برید پرې نه کوي.

امریکا د دوی سره د سولې د تړون د امضاء او تعهد سره سره، څو واره طالبانو باندې هوایي بریدونه ترسره کړل، خو طالبانو بیا یواځې همدومره وویل چې امریکایان د تړون خلاف عمل کوي او باید نور بمبار ونه کړي؛ کنه نو ښه به ورته نه وي.

طالبانو د امریکا په خلاف یواځې د اعلامیو خپرول او په دوی باندې د برید غندل ماته هغه مشهوره کیسه رایاده وي.
وایي چې د یو بېغرته د چا سره جنګ و، بېغیرته همدا یوه خبره تکراروله، که ته نر یې نو بل وار وکه ،بیا به ګورو چې زه څه درسره کوم، بېغرته ښه په مزه وهل وخوړل؛ خو تر پایه یې یو وار هم ونه کړو.

طالبان اوس د همغه کس پشان شوي دي، امریکایان پرې بمبار کوي ،خو دوی بیا یواځې یوه اعلامیه خپره کړي او وایي، که دا ځل مو بیا راته لاس راووړ او یا مو راته بد بد وکتلې، نو خیر به مو نه وي.

طالبان ولس ته ځانونه ریښتیني مجاهدین او مسلمانان ورمعرفي کوي؛ خو د اسلام په تاریخ کې د مسلمانانو او کفارو ترمینځ د دوحې پشان تړون نه دی امضاء شوی.

هو د مسلمانانو او کفارو تر مینځ تړونونه امضاء شوي؛ خو کچېرته کفارو د سولې د تړون خلاف عمل کړی،نو بیا مسلمانانو هم تړون مات کړی او په هغوی یې برید کړی.

پېغمبر ص د یهودو سره د سولې تړون امضاء کړو، خو کله چې یهودو د تړون په خلاف د مسلمانانو دښمنو ته ځای ورکړو او مرسته یې ورسره کوله، نو پیغمبرص هم د یهودو سره تړون مات کړو او په خلاف یې عمل وکړو.

طالبان د کوم اسلامي حکم له نظره دا ډول دوه ګونی چلند کوي؟
دوی د مسلمان او افغان په خلاف جنګ کوي او امریکایانو سره قراردادونه او مجلسونه کوي او معاشونه ترې اخلي.طالبانو امریکا سره دا تړون په دې اساس کړی، چې حکومت مونږ ته وسپارئ،نور هر خدمت مو چې وي،مونږ یې ددې موجود حکومت پرتله په ښه ډول ترسره کوو.
دوی خپل قرارداد ته اسلامي قرارداد وایي او د حکومت امنیتي قرارداد بیا بد بولي.
یو مشهوره قاعده ده چې وایي:”بدو ته ښه ویلو سره، د بدو ماهیت او اصلیت نه کمېږي او نه هم ښو ته بد ویلو سره، د ښو اصلیت ته نقصان رسېږي.
که د افغان حکومت او امریکا تړون بد وي، نو د طالب-امریکا تړون هم بد دی او که ښه وي نو دواړه بیا ښه دي.

کچېرته د افغان-امریکا تړون ته وګورو، نو تر ډېره حده په برابرۍ ولاړ دی او په امنیتی تړون کې افغان حکومت د یو مشروع حکومت په ډول ذکر شوی او پوره مالي، نظامي او تخنیکي مرستې هم ورسره کوي، پداسې حال کې چې د دوحې د امریکا-طالب تړون کې، طالب یوه ترورستي ډله ذکر شوی اوسخت شرایط ورباندې منل شوي دي.

طالبانو د تړون د امضاء نه وروسته جشنونه لمانځل ویلې چې دوی امریکا ته ماته ورکړه او په څوارلس میاشتو کې به له افغانستان څخه امریکایان کډه باروي.
په دې تړون کې څوارلس میاشتې ددې لپاره ورکړل شوي چې امریکایان ایله همدومره وخت کې ځانونه له افغانستان څخه راټول کړي.

دا څوارلس میاشتې ماته د افغان-انګلیس لمړی جنګ رایادوي.
کله چې افغانانو د وزیر محمد اکبر خان په مشرۍ، په کابل کې انګلیسانو ته ماته ورکړه او محاصره یې کړل، نو دې ته مجبور شول چې افغانانو سره ۱۲ ماده ای د سولې تړون امضاء کړي او افغانستان نه ووځي.
په دې وخت کې مکناټن هڅه کوله چې د افغان مجاهدینو مشرانو په مینځ کې اختلاف پیدا کړي او بېرته دایمي پاتې کېدلو ته لارې جوړه کړي.
دوی ددې کار لپاره وزیر محمد اکبر خان ته وړاندیز وکړو او یادونه یې وکړه چې انګلیسان حاضر دي د شاشجاع په ځای تاته-وزیر اکبرخان) ته پادشاهی وسپاري او مکناټن د خپل تعهد پوره کولو د ثبوت په خاطر، وزیر محمد اکبر خان ته لیکلی خط،تفنګچه او خپله آس بګۍ ورولېږله،خو وطن دوست محمد اکبر خان مکناټن سره په یو بهانه وکتل او هغه یې په همغه تفنګچه چې ده ته یې لېږدلې وه ووژلو، بیا یې له سره بل تړون د درې مادو په وراضافه کولو سره د انګلیس مقاماتو سره امضاء کړ.
افغان مبارزینو انګرېزانو ته وویل چې ټول مهمات به افغانستان کې پرېږدي، پرته د شپږو توپونو،نور ټول باروت او توپونه به دلته پرېږدی، انګلیسان به افغانانو ته څوارلس لکه روپۍ ورکوي، د انګلیسانو متاهل کسان به افغانانو سره تر هغه وخته اسیران وي؛ ترڅو انګرېزان په پوره توګه له افغانستانه ووځی او هم به د لسو ورځو په موده کې له افغانستان نه پښې سپکوي.
دا د افغان-انګلیس تړون، افغان مبارزینو دا سخت شرایط په جنرال الفنسټن باندې ومنلو. دا هغه وخت و چې د انګلیسانو د کرسمس چې ۲۵ د دسمبر کېږي رارسېدلی و او کابل سپینو واورو پوښلی و.

هغه وخت انګلیسانو بهانه وکړه چې هوا د سفر لپاره مناسبه نه ده او هم د سفر لپاره اوښان او قچرې نه لري، نو افغانانو د پیسو په بدل کې دوی ته اوښان او قچرې راوستې او په یخ ژمي کې یې بسترې وربار کړې.

ماته اوس زمونږ د تاریخ دا دوه ماتې چې یرغلګرو ته مو ورکړي، یوه ۱۸۰ کاله مخکې د ترانسپورت او نورو امکاناتو په نه شتون کې، یواځې د لسو ورځو په موده کې، له افغانستانه د ټولو ځواکونو وتل په کې ذکر شوي، او بل بیا دا د طالب-امریکا تړون، چې د افغان خاورې نه په زرونو کیلو متره لرې، په دوحه کې امضاء شوی او د دومره زیاتو ترانسپورتي، اقتصادي او تکنالوژیکي امکاناتو سره سره څوارلس میاشتې وخت ورکړل شوی ،چې د افغانستان څخه خپل عسکر وباسي.
ټول وسایل به هم امریکایان له ځانه سره وړي او د افغانستان څخه د وتلو د ضمانت پخاطر هېڅ تعهد او ضمانت نه دی ذکر شوی یعني د افغان-انګلیس د تړون په څېر هېڅ امریکایی اسیر به د طالبانو په لاس کې نه وي او نه یې دا وعده ورکړې چې دلته به بیا نه راځي.

په دې تړون کې امریکایانو په طالبانو منلې، کچېرته طالبانو د القاعده سره اړیکې ونه شلولې؛ نو امریکایان به بېرته راځي او د ترورستانو په خلاف به عملیات ترسره کوي.

آیا شکست او د مات لوري سره تړون په همدې ډول شرایطو سره وي، چې دوی ادعا کوي، امریکایانو ته یې شکست ورکړو او اوس به ددوی قراردادیان چې د افغانستان مشروع اسلامي جمهوري حکومت ته اشاره کوي، له مینځه وړي او افغانان به وژني؟

د امریکایانو سره د دوحې تړون په هېڅ معنا د امریکا د ماتې او ددوی د فتح یو تړون نه دی؛ بلکې دا هم یو دوه اړخیز قرارداد دی، چې امریکایان به طالبان هم واک کې شریکوي او دوی به نور له جنګه لاس اخلي.

د ماتې فطرت خو دادی چې کله په جنګ کې کوم لوری مات شي، نو هغه به ستا په خوښه ووځي او ستا تاکل شوی شرایط به مني، خو طالبانو بیا برعکس د امریکایانو شرایط په ځان منلي او هغوی ته به د قراردادیانو په شان خدمت کوي.

د طالبانو اکثره پلویان او قومندانان لکه ملا نیازی او نور د طالب مشرانو د امریکایي قرارداد مخالفت کوي او وایي چې د دوحې قرارداد، د ماتې قرارداد پشان نه دی او همدغه ډول امریکایانو طالبانو ته په دې قرارداد کې هېڅ امتیاز نه دی منلی او خپل شرایط یې په دوی منلي.

نو په پای کې غواړم خپله خبر په دې رالنډه کړم چې اوس اکثره افغانان او طالب پلویان په دې عقیده دي چې، طالبانو د امریکا سره د افغان وژنې د دوام قرارداد امضاء کړی او په دې تړون کې امریکایان هېڅ ډول خساره او تاوان نه ویني.

دا به په واضحه توګه د اسلام او افغاني تاریخ او فرهنګ خلاف او د شرم وړ عمل دی.
په افغاني او اسلامي تاریخ کې، د دا ډول شرمناک قرارداد ساری نشته چې مسلمان او افغان به وژنې او امریکایان دې خلاصې تڼۍ ګرځي.
د طالبانو په اړه دا حدیث پوره صدق کوي”یَقْتُلونهَ اَهلَ الاسلامِ و یَدعُوْنَ اَهْل الاَوثان” متفق علیه.
ژباړه:مسلمانان وژني او مشرکان او بت پرستان خوشې کوي.
ع.ح.خلیل

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.