The news is by your side.

باور غورځنګ: موږ د مرګونو خلاف راوتي یوو؛ حکومت مو مخه نیسي

خبریال وېب پاڼه/ باور غورځنګ په حکومت د نیوکې په توګه وایي، موږ د مرګونو په خلاف را وتي یوو خو حکومت زموږ مخه نیسي او قاتلین مو آزاد ګرځي.

د باور غورځنګ مسؤولین او غړي وایي حکومت ولې د هدفي وژنو مخه نه نیسي. د هدفي وژنو او نا امنۍ خلاف د تل په څېر لومړی موږ غږ کړی او را پاڅېدلي یوو، موږ را ووځو، بیا راووځو، بیا راووځو او بیا به راووځو.

دوی وایي حکومت زموږ د وژنې مخه نه نیسي خو زموږ د سوله ایز او د مرګونو خلاف حرکت مخه یې نیولې. موږ یې د اېمرجنسي روغتون شا ته کوڅه کې بند کړي یوو او زموږ د هغه سوله ایز حرکت چې موخه او شعار یې د ژوند غوښتنه، د هدفي وژنو خلاف او د چارواکو نا اهلي او بې تفاوتي ده، د حکومت له لوري یې مخه نیول کیږي.

دوی په خپلو بروشرونو په وروستیو هدفي وژنو کې د شهیدو شویو خبریالانو او فعالانو عکسونه لګولي او پرې یې لیکلي چې د سړیو، د پګړیو، د ټیکریو او د غمیو حساب غواړي.

د باور غورځنګ داسې مهال د هدفي وژنو او نا امنیو پر خلاف غږ پورته کوي چې دا وروستۍ دوه میاشتې د خبریالانو او فعالانو لپاره خونړۍ او وېرې ډکې تېرې شوې.

یوازې د دوه میاشتو په دننه دننه کې د رسنیو پنځه غړي د نا معلومو وسله والو له لوري په شهادت ورسېدل.

حکومت وړاندې د یو شمېر شهیدو شویو خبزیالانو د قاتلینو خبر ورکړی وو خو تر اوسه رسنیو ته نه دي ښودل شوي، نه هم په سزا رسیدلي دي.

د قربانیانو کورنۍ هم وایي چې په دې تړاو ورسره حکومت معلومات نه دي شریکۍکړي، ژر تر ژر دې اصلي عاملین ونیسي، په سخته سزا دې ورسوي او له دې وروسته دې د داسې خونړیو هدفي وژنو مخه ونیسي.

حکومت هم د هر فعال د وژنې په لومړیو ورځو کې ګرم وي خو د څو ورځې په تېرېدو پېښه هېروي چې ورپسې بله هم وشي، خلک حکومت د امنیت په نه تأمینولو تورنوي او د حکومت د بې غورۍ له امله ترې زړه توري شوي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.