The news is by your side.

داوړ؛ نور سوله هم لري، راشد بدون د سولې ددوی څخه مخکې شو

داوړ؛ نور سوله هم لري، راشد بدون د سولې ددوی څخه مخکې شو

خبريال وېبپاڼه/ د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړي محسن داوړ راشد خان ته د پېړی د غوره لوبغاړي د مقام د ګټلو مبارکي ورکړې ده.

د پښتون ژغورنې غورځنګ دې مشر راشد خان ته په داسې حال کې مبارکي ورکوي چې په پاکستان کې د پنجابيانو او ددوی د تالي څټو د راشد بريا اور بل کړی دی، پنجابيان چې اوس کله اي سي سي ته خوله اچوي کله راشد خان ته د غوسې څخه خپلې غوښې خوري ځکه د ای سي سي په تاريخي جايزو او لیستونو کې هېڅ پنجابی لوبغاړی شتون نلري.

محسن داوړ په خپل يو ټويټ کې ويلي دي چې افغانان او راشد خان دوی سوله هم نلري دوی د سولې نشتون ځپلي دي خو بيا هم دوی تر هغو مخکې دي چې هم سوله لري او هم یې نورو پراخو امکاناتو ته لاسرسی ممکن دی.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړی محسن داوړ افغانستان او راشد خان ته د زړه له تله مبارکي وايي خو هخوا پاکستانيان په ژړا دي، دوی د راشد بريا نه ده زغملې او ځينو لوبغاړو خو یې نور ځان نه دی کنټرول کړي او ای سي سي ته يې ويلي چې اخر پاکستان هم د ای سي سي غړی دی او د کرکټ ټيم لري.

راشد خان په داسې حال کې د پېړی د غوره لوبغاړي جايزه ګټي چې په افغانستان کې هره ورځ جګړه ده، هره ورځ چادونې دي، د لوبو لپاره کافي تاسيسات، وسايل او مالي مرستې شتون نلري، خو ددې هرڅه سره سره بيا هم افغان لوبغاړو په نړيوال سټېج کې د افغانستان بيرغ لوړ کړي دي.

په پاکستان کې د افغانانو سره دا سې حده کينه په داسی حال کې خپل اوج ته رسېدلې چې د افغانستان سل لوبغاړی مجيب الرحمن هم په نړيوالو لوبو کې د راشد سره په څنګ ولاړ دی، پرون مجيب الرحمن د اسټراليا په بېګ باش د سياليو په لړ کې په يوه لوبه کې پینځه کسان وسوځول او تاريخي بريا يې خپل ټيم ته خپله کړه.

افغانان ورځ تر بلې غوړېږي خو د پنجابي کينه هم بې لاری کېژي، پنجابیان، رسنۍ یې د افغانانو بريا داسې لېوني کړي دي چې هېڅ ډول معیار او اصل نه پیژني، رسنۍ داسې سرليکونه ورکوي چې هیڅ اخلاقي او ژورنالستي اصول پکې په پام کې نه وي نيول شوي، په ساده که ووايو پاکستاني رسنیو د کوڅې ژبه خپله کړې ده.

افغانان د استعداد خاوندان خلک دي د فرصتونو په زياتېدو به داسې نورې ډېرې برياوې ترلاسه کړي چې پنجابيان به نور د زړه په رنځ اخته کړي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.