The news is by your side.

هيله نجيب؛ د بهرنیانو څخه سوال کول ستونزه نه حل کوي

خبريال وېبپاڼه/ د افغانستان د پخواني ولسمشر ډاکټر نجيب لور هيلې نجيب په افغان سياستوالو غږ کړی دی چې نور دې د بهرنيو هېوادونو او چارواکو څخه سوال کول پرېږدي او د هېواد د په ځان بسيا کېدو لپاره دې کار وکړي.

د ډاکټر نجيب لور په داسې حال کې په افغان چارواکو د ځان بسیا کېدو غږ کوي چې افغانستان اوس هم په ډېری چارو کې د بهرنیو هېوادونو څخه مرسته غواړي، ان افغان حکومت په دې نه دی توانېدلی چې په شلو کلونو کې د کابل لپاره 24 ساعته برق تولید کړي.

د ډاکټر نجيب لور هيله نجيب دې اساسي نقطې ته اشاره کړې ده او افغان چارواکو ته یې ويلي دي چې په سوال لاندې هېواد نه جوړېږي، هيله نجيب دا خبرې ددې سره هم مهاله کوي چې په تېرو شلو کلونو کې بهرنيو هېوادونو په افغانستان کې يو داسې بنسټ هم رامنځته نکړ چې هغه دې د افغانستان يوه بنسټيزه ستونزه او اړتيا حل کړي.

د بهرنيانو مرستې ريښتيا هم د افغانستان د آبادۍ لپاره نه وې

د هغه څخه چې افغانستان ته بهرني پوځيان راغلي دي او دلته يې د مرستو او ودانۍ وعده کړې ده دې هېوادونو په افغانستان کې د هرې هغه پروژې مخالفت کړی دی چې د افغانستان لپاره يوه بنسټيزه پروژه کېدی او افغانستان د نورو د احتیاج څخه ژغورلی شي، د افغانستان د ماليې پخواني وزير عمرزاخيلوال د یوه خصوصي ټلويزيون سره پخپله مرکه کې څه موده وړاندې اعتراف وکړ چې د بهرنيو هېوادونو استازو په ښکاره ددوی له لوري د هغه پروژو وړانديزونه رد کړل او مخالفت به یې کاوه چې د هېواد لپاره حياتي ارزښت لري‌.

خپله پاليسي بايد وپالل شي
هيلې نجيب همدرانګه ويلي دي چې د افغانستان حکومت بايد په ځان سختي ومني او په ښکاره بهرنیو هېوادونو او استازو ته يې وايي چې افغانستان خپله پاليسي، خپله تګلاره او خپلې ګټې لري او هغه پاليسي به ونه مني او نه به يې عملي کړي چې د افغانستان د‌ ګټو سره په ټکر کې وي.

هيله نجيب په داسې وخت کې تريخ حقيقتونه بيانوي چې په افغانستان کې دا شل کاله حکومتي چارواکو د ملي ګټو په ځای شخصي ګټې پاللې دي، د افغان چارواکو د فساد، ځان پالنې، ځان غوښتنې او حرص له کبله افغانستان په شلو کلونو کې د رامنځته شویو فرصتونو څخه استفاده ونکړه او پايله يې دا شوه چې اوس شل کاله وروسته چې نړيوال د افغانستان څخه ځي ميدان خالي پاتې کېږي او افغانستان په لاس کې هېڅ نلري.

که افغان چارواکو په دې شلو کلونو کې د رامنځته شویو فرصتونو څخه ګټه اخيستې وی نن به افغانستان د بهرنيو ځواکونو د نه وتلو لپاره دومره د تهيديد لاندې نه و، له بده مرغه افغان چارواکي په شخصي ګټو سره راغلي و نه يې د طالبانو په وړاندې سمه مبارزه وکړه نه يې د هېواد د اقتصاد او مالي خپلواکۍ لپاره کوم کار وکړ.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.