The news is by your side.

واشنګټن پوسټ د طالبانو له نوي قانون نه پرده اوچته کړه

خبریال وېبپاڼه/ په افغانستان کې د دوه لسيزو جکړو او سياسي ناکراريو وروسته د طالبانو تر کنټرول لاندې سيمو کې ځينې اصلاحات را ښکاره کېږي خو په ټوله کې بيا هم وېره او ډار د طالبانو د ګروپونه د قومندانانو په زړه کې شتون لري.

د يوې خوا اوس طالبان په یوه ولسوالۍ کې د نجونو ښوونځي ته اجازه ورکوي، په دې قانع کېږي چې په دې سيمه کې نړيوالو خيريه موسسو ته د فعالیت اجازه ورکړي خو د بلې خوا په همدې سیمه کې د طالبانو له لوري د يوه سيمي کارت د کارولو غوندې د يوې وړې مسلې په سر د وهلو ټکولو غوندې جزاوې عملي کوي.

د ۲۰۰۱ ميلادي کال وروسته چې طالبان د واک څخه لرې شول اوس په ترټولو غښتلي حالت کې دي، د کلونو په موده کې طالبانو د خپل واک او کنترول سيمو ته پراختیا ورکړې او اوس تر نيمايي افغانستان تر خپل تاثیر او کنټرول لاندې لري، دا چې طالبان څنګه حکومت داري کوي او د وخت سره ددوی تکتيکونه څه ډول بدل شوي، موږ ته په دې هکله يوه دروازه پرانیزي چې که دوی د افغان حکومت سره یوه جوړجاړي ته ورسیږي نو دوی به څه ډول حکومت داري او حکومتولي کوي.

د هغه ۱۹ ملکي وګړو سره مرکه چې د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمو کې ژوند کوي ښيي چې طالبان د خلکو او ټولنې د ارام کولو لپاره ځينې کوچنۍ اسانتياوې رامنځته کوي، لکه د اوږدې ږيرې په پرېښودلو نه اسرار او نور، خو دا ډله اوس هم په هغه مسير روانه ده چې د اسلام څخه يو ډېر سخت برادشت لري، دا برادشت د هغه درک او قوانينو سره جوړجاړي ته زړه نه ښه کوي کوم چې د افغانستان د حکومت تر کنټرول لاندې سيمو کې موجود دی.

د خلکو وهل او ټکول

اوس هم د طالبانو تر کنټرول لاندې سيمو کې په عام محضر کې وهل او ټکول عام دي، ښځينه و ته د مساوي ژوند حق يا تعليم او نورو امکاناتو د لاسرسي حق ډېر محدود دی، ښځينه د خپل ټولنيز ژوند څخه محرومې دي، په ځينو سيمو کې تعليم او روغتيايي خدماتو ته لاسرسی د خيريه موسسو د هڅو یوه نتيجه ده.

د پوهنتون ۲۲ کلن محصل چې د طالبانو د طالبانو تر کنټرول لاندې سيمه کې يې ژوند کړی و وايي چې ټول تغيرات چې په طالبانو کې راغلي دي صرف ددوی د خپلو ګټو لپاره دي.

دی وايي که تاسې اوس هم په طالبانو باندې نيوکه وکړئ نو هغه به تاسې خپل دښمن اعلان کړي، هیڅ شی نه دي بدل شوي.

په یوه اعلامیه کې د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد د کوچنیو خطاګانو لکه د دولتي کمپنۍ د سيمي کارت کارولو په سبب د وهلو او ټاکلو څخه انکار نکوي، دی وايي چې وهل او ټکول او جزاوې ددې لپاره لازمي دي چې خلک د غلطيو څخه منعه کړي ترڅو ددوی د کنټرول لاندې سيمو کې خوندي وي.

طالبان په ۱۹۹۴ ميلادي کال کې د افغانستان په جنوبي ولايت کندهار کې رامنځته يا پيدا شول او په هېواد کې د موجود بحران د له منځه وړلو لپاره يې د اسلامي قانون يوه سخته بڼه عملي کوله، په ۱۹۹۶ ميلادي کال کې طالبانو د افغانستان پاتیخت کابل ونیوه.

د طالبانو د کنټرول لاندې د راتګ سره دافغانستان او نړۍ اړیکې سره قطعه شوې او ځپل شوی افغانستان نور هم وځپل شو، نېږدې اوه میلیونه خلک نور د لوږې سره مخ و.

اوس وېره داده که د افغانستان د سولې خبرې بريالۍ کېږي او طالبانو په حکومت کې خپل ځای نيسي نو بيا به هغه ډول سخت قوانین رامنځته کړي.

د زور او ځنډ عدالت

د افغانستان په شمال کې يوه ۲۷ کلن ښوونکی پخپله کيسه کې وايي چې د يوې مېرمنې لخوا ورته زنګ راغی چې ددی ګاونډی وه، دی وايي چې د ښځې د غږ سره يې خپل تلیفون بند کړ، خو په سبا طالبانو خپل ځای ته وروغوښت او د زنا تور يې ورباندې ولګوه او شکنجه یې کړ، دی وايی چې وروسته دی پوه شو چې دا یو سازش و، دوه ورځې وروسته دی د کلي د سپين ږيرو په مرسته خلاص شو او د خلاصون سره سمدلاسه د سيمې ولاړ، اوس وايي چې د طالبانو د تور او نيولو له لاسه يې خپل حيثيت د لاسه ورکړی دی او بېرته خپلې سیمې ته نشي تللی.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد ددې قضيې په هکله وايی چې د جزا خبره سمه ده، که څه هم په دې ښوونکي دا نور ثابت نشو خو دا جزا ښه ده چې په راتلونکي کې هم دې ډول کار ته جرت ونکړي.

په سيمه کې ډېری خلک وايي چې دوی يا ددوی خپلوانو يو ځل حتما د طالبانو له لوري وهل خوړلي دي، خلک وايي چې د طالبانو د عدالت سيستم په شکنجه او وهلو ولاړ دی.

صالح خان مومند چې ۲۸ کاله عمر لري وايي چې کاکا یې د طالبانو له لوري د منعه شوي سيمي کارت کارولو په سبب په ټوپکو او کونداغونو يې ووهل شو، د طالبانو ویاند د سيمې کارت منعه مني خو د شکنجې په هکله څه نه وايي.

خو د طالبانو د عدالت په هکله بیا ځینې مثبت نظرونه هم شته دي، په سيمه کې ځینې خلک وايي چې د طالبانو د عدالت سيستم تر حکومت چټک دی او فساد پکې شتون نلري.

د افغانستان پلازمېنې کابل کې ته نېږدې د لوګر ولایت يو اوسېدونکی وايي چې د طالبانو د لومړي ځل راتګ سره خلک ډېر زيات ډار شوي و، ځکه دوی غيرې منظم و او ډېری يې خام ځوانان و، خو د وخت په تېرېدو سره دوی په دې پوه شول چې د خلکو سره څه ډول رويه وکړي، دوی يو سيستم جوړ کړ چې خلک کولی شي هلته شکایت وکړي.

کندهار د طالبانو يو پخوانی مرکز دی، په‌ دې وروستيو کې چې د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ خبرې روانې وې طالبانو ددې مرکز د ترلاسه کولو لپاره په دې مرکز لاندې بریدونه زیات کړل.

په کندهار او هلمند کې د طالبانو حملې اوس د پخوا په نسبت ډېرې زياتې شوې دي، دا ځکه چې دا دوه ولايتونه ددوی د پيدايښت سره مستقيمه اړيکه لري.

د هلمند د نادعلي ولسوالۍ يو اوسېدونکی وايي چې طالبانو هېڅ بدلون نه دی کړی، کله چې دې ولسوالۍ ته راغلل یو څه ښه و، خو کله يې چې خپل واک او قدرت بنسټیز کړ نو بېرته یې د خلکو سره رويه تريخه شوه.

د افغانستان په شمالي او مرکزي ولايتونو کې ان خلک په دې بريالي کېږي چې طالبان دې ته قانع کړي چې د نجونو ښوونځيو ته اجازه ورکړي خو د هلمند او روزګان غوندې ولايتونو کې بيا د طالبانو قوانين سخت دي او د نجونو يو ښوونځی هم شتون نلري.

هلمند ولايت کې يو دهقان وايي چې ددوی آزاده اراده بېخي له لاسه وتلې ده، دی وايي چې ګاونډیانو یې طالبانو ته د پيسو او ډوډی ورکول رد کړل، ددې سره د طالبانو د سختو وهلو ټکولو او سپکولو سره مخ شو چې بيا د سیمې څخه ولاړ او د حکومت تر کنټرول لاندې سيمو کې يې ژوند پيل کړ.

 

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.