The news is by your side.

اردوغان؛ غوښتل مې سندرغاړی شم

اردوغان؛ غوښتل مې سندرغاړی شم

خبريال وېبپاڼه/ د ترکيې ولسمشر رجب طیب اردوغان چې يو محافظه کاره مسلمان دی وايي په لومړيو وختونو کې يې هيله دا وه چې يو ښه سندرغاړی به ورڅخه جوړېږي خو بس د خدای رضا دا وه چې دی د ملت د خدمت وکړي.

که څه هم ډېری افغانان دا فکر کوي چې رجب طیب اردوغان يو پټ سخت لاری مسلمان دی خو رجب طیب اردوغان څو ځله پخپل عمل کې دا ثابته کړې ده چې د سخت دريځ اسلامي برادشت سره علاقه نلري.

ان څو کاله وړاندې چې دده يوه غونډه وه او ګڼو خلکو په کې ګډون کړی و ځینې کسانو د الله اکبر چیغې پيل کړې چې پخپله د اردوغان له مخالفت سره مخ شوې، اردوغان په مجلس کې د آلله اکبر چیغې وهوونکو ته وويل چې هرڅه ځای وخت لري هسې اوس دلته دا ډول چيغې مه وهی، د ترکيې د ولسمشر دا وینا اوس هم په يوټيوب کې پرته ده.

اردوغان چې په اصل کې یې اقتصاد لوستی دی د سندرغاړو سره هم ښې اړيکې لري، په ترکيه کې ډېری سندرغاړي د رجب طیب اردوغان پلویان دي او ښې اړيکې ورسره لري، په کال کې څو ځله د ولسمشرۍ په مانۍ کې د سندر غاړو سره يو لوی پروګرام جوړېږي او ډول ډول سندرې پکې ويل کېږي چې هر سندرغاړي ته پکې ښې روپۍ هم ورکړل کېږي.

د ترکيې د ولسمشر رجب طیب اردوغان د سندرو دا شوق د هغه د شاعرۍ سره ژوره اړيکه لري، اردوغان د یو ښه خطیب په توګه پېژندل کېژي، هغه په دې پوهېږي چې څه ډول خلک رامات‌ کړي، له همدې کبله دی په شعر ويلو کې هم ډېر ښه استعداد لري، ویل کېږي د شعر استعداد ده ته د سندرو ويلو هوس هم ورکوي.

اردوغان مخکې له دې چې په رسمي ډول په دولت کې سياسي دنده ترلاسه کړي یو ځل د حکومت له لوري په شعر ويلو بندي شوی هم دی.

که څه هم کله کله رجب طیب اردوغان د افراط او اوسط ترمنځ لار ورکه کړې وی خو په ټوله نړۍ کې دداسې يو رهبر په توګه منل کېږي چې هېواد یې د اسلامي ذهنيت او غربي ډيموکراسۍ ترمنځ په یو وسط کې ساتلی دی.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.