The news is by your side.

عمران خان وايي، په افغانستان کې د سولې ارمانجن یم

خبریال وېبپاڼه/ ټولې نړۍ ته ثابته ده چې پاکستان د افغانستان پر زړه د سرطان دانه ده او پر افغان خاوره د ټولو بدبختیو عامل یوازې او یوازې پاکستان دی، خو له دې سره سره تل پاکستان له افغانستان سره د ښو اړیکو وعدې کوي.

تازه د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزیر نثااحمد غوریاني سره په کتنه کې ویلي چې پاکستان افغانستان کې د سولې او ثبات د راوستلو ارمانجن دی او دغه سوله د ټولې سیمې د اقتصادي وضعیت لپاره اړینه ده.

د عمران خان پر ټویټرپاڼه لیکل شوي چې په دې کتنه کې خان د دواړو هېوادونو ترمنځ د ورورۍ اړیکو یادونه کړې او په افغانستان کې یې د امن او سوکالي لپاره د خپلې مرستې تازه ژمنه کړې ده.

هغه ویلي چې په افغانستان کې روانه جګړه نظامي حل نه لري او یوازې د خبرو له لارې د حل وړ ده او ښکېل اړخونه باید تاوتریخوالی کم او اوربند وکړي.

د پاکستان لومړي وزیر ویلي چې که په افغانستان کې امن وي ټوله سیمې ته یې ګټه رسېږي او د اقتصادي ودې لپاره به ټوله سیمه یو له بله وتړل شي.

نوموړي زیاته کړې چې د اقتصاد باید د سیاست قرباني نه شي او هېواد یې له افغانستان سره د سوداګریزو اړیکو د پراختیا او پیاوړتیا په برخه کې هر راز مرستې ته ژمن دی.

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزیر د یو پلاوي په مشرۍ اسلام اباد ته د دې لپاره تللی چې له پاکستاني چارواکو سره د سوداګرۍ پر نوي تړون خبرې وکړي.

پاکستان داسې مهال د اقتصاد او امنیت په برخه کې افغانستان ته د همکارۍ ډاډ ورکوي، چې لا هم طالبانو جګړه په شدت روانه کړې ده او د سولې له خبرو د خلکو هیله په کمېدو ده.

که پاکستان وغواړي طالبان حتمن سولې ته حاضرولی شي او ټوپک پر ځمکه اېښودلای شي، مګر هیڅکله دا کار نه کوي، ځکه چې خپلې منافع یې په خطر کې کېږي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.