The news is by your side.

علي وزیر نن محکمې ته بیايي؛ څه پرېکړه به وشي؟

خبریال وېبپاڼه/ د پښتو ژغورنې غورځنګ وايي، چې نن به علي وزیر او د غورځنګ نور غړي په کراچۍ کې محاکمې ته وړاندې شي.

د غورځنګ غړیو ډاډ وړاندې کړی چې علي وزیر او نیول شوي ملګري یې په هیڅ جرم نه دي مرتکب شوي او ډاډه دي چې محکمه به د دوی په اړه عادلانه او مثبته پرېکړه کوي.

پاکستاني چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

علي وزير، نور الله ترین، حسن او بسم‌الله تر اوسه د پاکستان پولیسو لخوا تر توقیف لاندې دي.

 پر دوی تور دی چې په کراچۍ کې يې د ډيسمبر په ۶مه نيټه د خپلې لويې غونډې پرمهال د پاکستان پوځ، استخباراتو او دغه راز د نورو دولتي ادارو پر ضد څرګندونې کړې دي.

د علي وزیر او نورو ملګرو نیول کېدو یې په لر او بر او ان په نړۍ کې پراخ غبرګونونه درلودل او په ملاتړ یې لاریونونه ترسره شول.

لاریون والو پاکستان تورن کړ چې ناحقه پښتانه نیسي او بندیان کوي یې.

پاکستاني پولیسو تر دې وړاندې هم د پښتون ژغورنې غورځنګ یو شمېر غړي نیولي او بېرته یې خوشې کړي دي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.