The news is by your side.

ایران ویروي، امریکا يي جنګي الوتکو فارس خلیج کې ګزمې کړې

د امریکا او ایران تر منځ لاهم ناندرییزې اړیکي دوام لري تازه ویل سوي چې دوه جنګي امریکايي الوتکو د فارس خلیج کې ګزمې وهلی او د ایران د ویرولو کوښښ یې کړی

تراوسه ایران په دې هکله څه نه دي ویلي

دغه جنګي بي ۵۲ ډوله الوتکو، په فارس خلیج کې ګزمه کړې د امریکا د مرکزي قوماندانۍ یوه خپره سوې خبر پاڼه کې ویلي چې د د دې الوتکو، ګزمې  له ځان سره یو پیغام درلود، هغه پیغام دادی هر هغه دښمن چې امریکا ته ګواښ کوي امریکا يې پر وخت مخنیوی کولای سي او اقدام کوي او موخه يې له دې ګزمو د ایران وېرول وو.

د امریکا او ایران تر منځ اړیکې لا له وړاندې خرابي وې او دا مهال ایران د امریکا تر یو شمېر بندیزونو هم لاندې دی د ټرمپ په دوره کې د ایران او امریکا ترمنځ اړیکې نوري هم ترینګلې او خرابې سوې او یو وخت د دې امکان وو، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ پوځي اخ ډب رامنځ ته سي.

امریکا پر ایران تور لګوي چې په سیمه کې له ترهګرو سره همکاري کوي او اټومي وسلې جوړوي خو ایران دا هرڅه رد کړي دي  څو ورځې وړاندې د عراق بغداد ښار کې د امریکا پر سفارت باندې توغندیز بریدونه وسول چې په اړه يې ډونالډ ټرمپ غبرګون وښود.

وروسته له هغه چې بغداد کې د امریکا پر سفارت توغندیز بریدونه وسول د امریکا ولسمشر ټرمپ يې  په هکله غبرګون ښودلی او په دې هېواد کې د امریکایانو  په وړاندې د ستونزو لامل ایران بللی

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د امریکا پر سفارت د توغندیز برید په هکله ویلي که چیري عراق کې امریکایان ووژل سي نو مسؤل به یې یوازي ایران وي

هغه په یوه ټویټ کې ویلي بغداد کې زموږ سفارت په نښه او ورباندې څو توغندي ولګیدل چې درې يې ونه چاودل. فکر وکړئ دا له کومه راځي: ایران، هغه وویل چې موږ اوس پر امریکايي ځواکونو ډیري زمزمې اورو.

ده دا هم ویلي چې که یو امریکايي ووژل سي نو مسؤل به یې ایران وي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.