The news is by your side.

پنجابي پوځ جنوبي وزيرستان په ماینونو پوښلی

خبريال وېبپاڼه/ د پښتون ژغورنې غورځنګ ځایي ټيم او غړو يو ځل بيا په پیښور کې لاریون کړ دی، ددې لاريون موخه دا وه ترڅو د جنوبي وزيرستان خلکو ته د چارواکو او نورو پښتنو پام ورواړوي، ځکه ددې سيمې خلک وايي سیمه یې ټوله په ماینونو پوښل شوې ده.

د سیمې خلک وايي په سميه کې یې د ماینونو چادونو ډېر عزیزان ورڅخه اخيستي دي، په جنوبي وزیرستان کې د ځمکې لاندې خښ شوي بمونه چې ډیری یې د پاکستان پوځ د بېلابېلو عملياتو په ترڅ کې خښ شوي و ددې سبب شوي دي چې تراوسه پورې ۲۵۰ ماشومان معذوره شي.

پاکستاني حکومت په دې سيمو کې د طالبانو او نورو تروریستي ډلو جوړولو ته اجازه ورکړې وه، نظامي پوهان وايي چې پاکستان د امريکا په امر په دې سيمو کې ترهګرې ډلې تولید کړې او کله يې چې د خپلو موخو لپاره ترې کار واخيست بيا يې بېرته د له منځه وړلو عمليات ترسره کړل‌.

د ترهګرو ډلو د جوړلو او بيا بېرته له منځه وړلو او يا له يوې سيمې بلې سیمې ته شولو پروسې يو ډېر دروند قيمت درلود چې په دې سيمه کې مېشتو پښتنو ادا کړ، د پښتنو خلک او پوهان لومړی ددې ترهګرو په لاس شهيدان سول وروسته بيا کله چې دوی له منځه وړل کېدل يا شړل کېدل بيا د پاکستان پوځ عمليات کول او بيا یې د خلکو کورونه وران کړل خلک يې شهيدان کړل بازارونه يې وران کړل او سيمه يې په ماينونو وپوښله.

د جنوبي وزيرستان ځينې خلکو چې په پېښور کې یې د پښتون ژغورنې غورځنګ تر چتر لاندې لاريون کړي و وويل چې دوی په بار بار د حکومت څخه غوښتنه کوي چې په سيمه کې ورته کرل شوي ماينونه لرې کړي نو پوځ او حکومت ورسره وعده هم وکړي خو په پای کې بيا هلته هماغه ماينونه موجود وي او حکومت یې نه لرې کوي.

د سیمې خلک چې د ماينونو له چادونو څخه نور پوزې ته راغلي وايي چې ګڼ پښتانه ددې ماينونو په چاودېدو کې وژل شوي دي چې چا يې پوښتنه هم نه ده کړې.

خلک وايي چې تراوسه په جنوبي وزیرستان کې ۱۶۱ ماینونه په عامو خلکو ورچاودلي چې ګڼ شمېر خلک پکې وژل شوي دي، حکومت صرف تش په خوله وعده کوي خو په خلکو د ماينونو چادونې زياتېږي او کمېږي نه.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.