The news is by your side.

د سمنګان ولایت پېغلې د خبریالانو په ملاتړ را ووتې

خبریال وېب پاڼه/ د سمنګان ولایت پېغلې مدني فعالانې د افغان خبریالانو په ننګه او ملاتړ را ووتې.

دوی د یو سوله ایز لاریون په ترڅ کې د افغان خبریالانو ترور وغانده او په داسې حساسو شرایطو کې یې له افغان خبریالانو ملاتړ څرګند کړ.

دوی وایي چې د افغان خبریالانو او مدني فعالانو د ژوند خوندیتوب ته دې پاملرنه وشي، که نن په نورو خبریالانو او فعالانو ده سبا پر موږ ده، باید دا ورور وژنه او ترور ودرول شي او پر وړاندې یې مبارزه وشي.

دوی چې لسګونه پېغلې مدني فعالانې را ټولې شوې وې او د ترور شویو خبریالانو او مدني فعالانو عکسونه یې لاسونو کې وو په یو غږ له نورو افغان خبریالانو ملاتړ اعلان کړ.

د کابل پرېس کلب له لوري د رسنیز احتجاج له اعلان وروسته نن په ټول هېواد کې خبریالانو لو رسنیو د حکومت د خبرونو څخه د احتجاج په ډول بایکاټ کړی وو چې تر درې ورځو پورې به یې دوام ولري.

کابل پرېس کلب د افغان خبریالانو د ژوند د خوندیتوب په موخه د درې ورځو لپاره د حکومت د هر ډول خبرونو د نه پوښښ پرېکړه کړې چې له دې پرېکړې سره یې ډېر خبریالان او رسنۍ همغږې دي.

د کابل پرېس کلب مسؤولین وایي نن د حکومت د خبرونو د خپرولو سره د بایکاټ لومړۍ ورځ خورا بریالۍ وه او ممکن د دوی د دې اقدام په واسطه حکومت اړ شي چې د افغان خبریالانو ژوند او خوندیتوب ته پاملرنه وکړي.

کابل پرېس کلب دا پرېکړه وروسته له هغې وکړه چې په غور ولایت کې د غور غږ راډیو مسؤول او خبریال بسم الله عادل ایماق د نا معلومو وسله والو له لوري ترور شو.

په تېرو څلوېښت ورځو کې دا شپږم خبریال دی چې د نا معلومو وسله والو له لوري په شهادت رسیږي، حکومت یې د څو اعلامیو پر خپرولو وغندي خو د قاتلینو په نیولو او هغوی ته په سزا ورکولو کې پاتې راغلي دي.

افغانستان اوونۍ وړاندې یو ځل بیا د خبریالانو د ژوند او نه خوندیتوب له پلوه د نړۍ بد ځای ونومول شو چې هر کال او ان هر میاشت په کې خبریالان په شهادت رسول کیږي.

افغان حکومت عم څه ډول چې په کار وه د شهیدو شویو او تاوتریخوالي او ګواښونو سره د مخ شویو خبریالانو د قضیو څېړنو ته پاملرنه نه ده کړې او نه یې هم د ژوند د خوندیتوب او ملاتړ لپاره عملي اقدام کړی.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.